1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان له سفیر سره د «ناوړه چلن» ادعا رد کړه

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه لیدلې او له افغان سفر سره د «ناوړه چلن» ادعا ردوي.

https://p.dw.com/p/3SY1y
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر څلورمه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی «د پاکستان د پوځي اطلاعاتي سازمان (آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر د احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلن په تړاو خپل کلک اعتراض او د اندیښنې مراتب اظهاروي.»

په اعلامیه کې وړاندې راغلي وو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه عمل «د دیپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغان سفیر سره د ناوړه چلن ادعا ردوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت ټولو ته درناوی لري او «د بهرنیو استازو څخه تمه لري چې له رامنځ ته شویو دیپلوماتیکو نورمونو او اصولو» سره سم پرمخ ولاړ شي.

تر دې دمخه په کابل کې د پاکستان سفارت د امنیتي دلایلو له کبله د ویزې څانګې د تړلو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې کونسلي خدمات به یې تر نامعلومې نېټې پورې ځنډیدلي وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تر کوم ځایه چې په افغانستان کې د دیپلوماتیک ماموریت د پرسونل خبره ده چې په تیرو ورځو کې په «سیستماتیکه توګه ځورول شوي، په دې هکله یې خپلې اندیښنې له افغان حکومت سره شریکي کړي دي».

پاکستان له افغان چارواکو څخه غوښتي دي چې په دغه هیواد کې د پاکستان د دیپلوماتیک ماموریت د پرسونل د خوندیتوب او امنیت له پاره عاجل ګامونه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې دوی د پاکستان د سفارت د امنیتي اندیښنو ادعا په جدي توګه څیړي او ډاډ یې څرګند کړی وو چې د افغانستان دولت «د پاکستان او نورو سفارتونو د دیپلوماتانو مصونیت تامینولو ته ژمن دی.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه سفارتي ناندرۍ په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې لا ترمخه په پيښور کې د افغانستان قونسلګري د احتجاج په توګه تړل شوې ده. د اکتوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه دغه قونسلګري وروسته له هغې وتړل شوه چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې وویل چې پاکستاني پولیسو یو ځل بیا په پيښور کې پر افغان مارکیټ چاپه وهلي او هلته یې د افغانستان بیرغ ښکته کړ. په اصل کې دغه لانجه د افغان مارکیټ د ملکیت پر سر ده.

سید ریاض