1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان مهاجرو د اوسیدو موده غځولې ده

۱۳۹۷ مهر ۶, جمعه

پاکستان یو ځل بیا د افغان مهاجرو د اجباري اخراج نېټه غځولې ده. په دې ترتیب په پاکستان کې میشت افغان مهاجر د ۲۰۱‍۹م کال تر جون میاشتي پورې په هغه هیواد کې د پاتیدو اجازه لري.

https://p.dw.com/p/35dQE
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

پاکستان تر دې وړاندي هم په خپله خاوره کې د میشتو تر ۲،۵ ميلیونو زياتو افغان مهاجرو د قانوني پاتېدو وروستۍ نیټه ټاکلې وه، خو د وخت په پای ته رسیدو سره هر ځل غځول شوې ده. په دې ترتیب سره اوس افغان مهاجر کولای شي چې د ۲۰۱۹م کال تر جون میاشتي پورې په پاکستان کې پاته شي.

د پاکستان د معلوماتو وزیر چوهدري فواد حسین د پنجشنبې په ورځ ځايي رسنیو ته وویل: «فدرالي کابینې پریکړه کړې ده چې په هیواد کې د افغان مهاجرو د پاتیدو نیټه د ۲۰۱۹م کال تر جون میاشتې پورې وغځوي.»

حسین له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې حکومت غواړي داځل د ټاکل شوې نیټې تر پای ته رسیدو وړاندي د [افغان] مهاجرو په تړاو هر اړخیزه پالیسي جوړه کړي. په عین حال کې د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان د روانې میاشتې په پيل کې اعلان وکړ چې په پاکستان کې زیږیدلو او لوی شوو مهاجرو ته به د پاکستان تابعیت ورکړل شي، خو د حکومت د معلوماتو وزیر بیا له رسنیو سره د خبرو پرمهال د لومړي وزیر د دغه وړاندیز د عملي کیدو په برخه کې کومه تبصره ونه کړه.

Afghanische Flüchtlinge in Pakistan
انځور: AP

چوهدري فواد حسین همدا راز وویل چې اوسمهال په پاکستان کې تر ۲،۵ ميلیونه زيات افغان مهاجر ژوند کوي چې تر نیم میلیون يې زيات قانوني اسناد نه لري.

په عین حال کې د افغان چارواکي او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان یا «UNHCR» د افغانستان جګړه ځپلو سیمو ته د افغان مهاجرو د لیږد په هکله اندیښنې څرګندي کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره اوسمهال افغانستان ته پخپله خوښه ستنیدونکو شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو بهیر اداره کوي چې په ۷۹م کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال پاکستان ته مهاجر شوي ول. په پاکستان کې پاته نور مهاجر بیا تر دغې نیټې وروسته د اجباري اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

بل لوري ته د جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمیشنر محمد سلیم خان د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د افغان مهاجرو د اوسیدو د نیټې د غځولو په هکله رسمي معلومات تر اوسه پورې د حکومت له لوري نه دي خپاره شوي.