پاکستان افغان مهاجرو ته درې مياشتې نور وخت ورکړ
۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبهد پاکستان د صدراعظم له دفتره د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۳۰مه نېټه) په يوې خپرې شوې اعلاميه کې د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو په اړه داسې ويل شوي دي: «وفاقي کابينې په هيواد کې د ميشتو راجستر شويو افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو وروستۍ نيټه تر درو مياشتو وغځوله.»
د آلمان خبري آژانس په حواله، په دغې اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي: د دې له پاره چې پر دغې مسئلې په پوره غور سره فیصله شوي وي، هغه به په پاکستان کې د جولای مياشتې د ۲۵مې انتخاباتو وروسته د راتلونکي نوي حکومت مخ ته ايښودل کيږي.
پاکستان تر دې مخکې د روان کال په مارچ مياشت کې په دغه هيواد کې د افغان مهاجرو د اوسيدو موده تر درې مياشتو غځولې وه چې دغه موده د تيرې شنبې شپې په نيمايي کې پاي ته ورسيده.
پاکستان حکومت د روان ميلادي کال په پيل کې پريکړه وکړه چې په دغه هيواد کې ميشت ټول افغان مهاجربايد بيرته افغانستان ته واستول شي.
د پاکستان پرېکړې او د افغان مهاجرو ناډاډمن ژوند
دغه هيواد په لمړي ځل افغان مهاجرو ته د جنورۍ مياشتې تر پايه د اوسيدو وخت ورکړ چې تر هغه وروسته يې دغه موده دوه مياشتې نور هم يعنې د مارچ مياشتې تر پايه وغځوله. تر هغې وروسته بيا غځول شوې موده يې هغه وه چې تيره شپه پاي ته ورسيده. د پاکستان دغو اقداماتو په دغه هيواد کې ميشت افغان مهاجر د يو ګډوډ او ناډاډمن وضعيت سره مخ کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان پر دغو اقداماتو افغان چارواکو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR خپلې انديښنې ښکاره کړې دي.
يو ان اچ سي آر په حاضر وخت کې په دواطلبانه توګه بيرته افغانستان ته تلونکو ۱ ميليون او ۴۰۰ زره افغان مهاجرو پر پروژې کار کوي. په دغو مهاجرو کې ډيری يې هغه افراد دي چې په ۱۹۷۹م کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر وخت پاکستان ته مهاجر شوي ول.
داسې ښکارې چې په پاکستان به د ټاکلې وروستۍ نيټې وروسته افغان مهاجر په جبري توګه له خپلې خاورې وباسي. دغو ټولو حالاتو سره سره، پاکستان په تيرو څلورو لسيزو کې د سلونو زره افغان مهاجرو کوربه توب هم کړی دی.
په ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: