پاکستان: د اغزن تار لګولو کار ۹۰سلنه بشپړ شوی
۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبهد پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۴مه) وویل چې افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار ۹۰ سلنه مخته تللی او د همدې کال په ګرم موسم کې به پای ته ورسيږي.
د پاکستان د پوځ يوه افسر، رضوان نذير په همدې ورځ په تورخم کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان به په لويديځه برخه کې د اغزن تار پاتې لس سلنه کار روان کال بشپړ کړي.
د پاکستان پوځ دغه خبره داسې مهال کړې چې په افغانستان کې طالبانو د حکومت خلاف حملې ډيرې کړي او بهرني ځواکونه هم نور په بشپړه توګه وتلو ته نژدې شوي دي.
دغه هیواد ادعا کوي چې د سيمي کټارو له درولو څخه یې موخه د افغانستان له خاورې د هغو وسلوالو د اوښتو مخنيوی دی چې پر پاکستاني پوستو او امنيتي ځواکونو حملې کوي. وسلوال پولې ته نژدې د پاکستان د خيبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې وخت ناوخت پر پاکستاني ځواکونو حملې کوي. پاکستان په پرله پسې توګه تور لګوي چې دغه حمله کونکي د افغانستان په خاوره کې اوسیږي او افغان حکومت بیا د افغانستان په روانه جګړه کې تل پاکستان له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.
پاکستان پر دغه ۲۶۱۱ کيلومتره اوږده پوله باندې د اغزن تار لګولو کار په ۲۰۱۷م کال کې پيل کړ.
دغه سیمي کټاره نژدې ۱۳ فوټه (نژدې ۴ متره) لوړه او د دواړو لورو تر منځ يې دوه متره فاصله ده او د سیمي کټارو پر سر اغزن تارونه لګول شوي دي. د پاکستان پوځ له دغې لارې د اوښتو او راوښتو د کنټرول په موخه، پر کټارو کامرې هم لګولي دي.
خو افغانستان تر اوسه د دیورند کرښه د یوه سرحد په توګه په رسميت نه ده پيژندلې. دغه کرښه چې دواړو لورو ته د پرتو پښتنو قبیلو ترمنځ تیره شوې، کولی شي د دغو قبیلو د قوت په کمولو کې رول ولري. د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې په ځانګړې توګه د پښتنو ترمنځ مخالفتونو هم شتون لري. پر ټولنيزو رسنیو کې ځينې وخت داسې ويډيو ګانې خپرې شوي چې ځايي اوسیدونکو د اغزن تار د لګولو مخنیوی او یا يې د کار بهیر ته مزاحمتونه ایجاد کړي دي.
دویچه ويله اردو/م.ک.ص./ب.ص.