1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د آی ايس آی نوی مشر و ټاکل شو

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

پاکستان د خپلې استخباراتي ادارې آی ايس آی له پاره نوی مشر ټاکلی دی. د دې ادارې پخوانی مشر د روانې ميلادي مياشتې په سر کې تقاعد شوی وو.

https://p.dw.com/p/36HOA
Flagge Pakistan
انځور: picture-alliance/empics/D. Farmer

د اسوشيتد پریس خبري آژانس په حواله بريد جنرال عاصم منير د پاکستان د ځواکمنې استخباراتي ادارې (Inter-Services Intelligence) د نوی مشر په ټوگه ټاکل شوی دی. د دغه هيواد د پوځ د عامه اړیکو څانگې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۸ م کال د اکتوبر۱۰نيټه) ويلي دي چې نوموړی به د نويد مختار ځای ناستی شي چې د روانې مياشتې په پيل کې تقاعد شوې وو.

بريد جنرال عاصم منير تر دې مخه د پوځي استخباراتو مشر وو. نوموړي ته د روان ميلادي کال په سر کې د «هلال امتياز»  يو لوړ پوځي مډال هم ورکړل شوی وو.

د پاکستان استخباراتي اداره ډېره پياوړې بلل کيږي او ويل کيږي چې د هيواد د بهرني سياست واگي د همدې ادارې په لاس کې دي او همدا راز د افغانستان له جگړې سره هم ارتباط ورکول کيږي.

اسوشيتد پريس ليکلي دي چې دا اداره له اوږدې مودې راهيسې له افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره اړیکي لري.

افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان باندي په وارو وار د دغو وسله والو ډلو پر ضد عملياتو غږ  کړی. خو پاکستان تل له دغه وسله والو سره د اړيکو خبره رد کړې ده. دوی دا هم وايي چې په افغانستان کې یې د سولې د هلې ځلو د ملاتړ په موخه خپل نفوذ کارولی خو پر افغان طالبانو یې اغیز محدود دی.

AP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: