1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرپاکستان

پاکستان: ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبه

د پاکستان په مرکزي سيمو کې د یکشنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) د یو مساپروړونکي بس موټر د اور اخیستو په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي دي. پېښه پر یوه لويه لار وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې بس له ېوې لارۍ سره ټکر وکړ.

https://p.dw.com/p/4VMiI
د آرشیف انځور - د پاکستان په دېره غازي خان کې د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې د ېوې ترافيکي پېښې حال
د آرشیف انځور - د پاکستان په دېره غازي خان کې د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې د ېوې ترافيکي پېښې حالانځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د سما په نوم تلويزیون د پېښې په اړه په خپل رپوټ کې وايي چې د مړو شمېر ۳۰ ته پورته شوی دی.

دغه ترافيکي پېښه سهار وختي پنډي بهټیان په نوم سيمې ته نژدې پر لويه لار هغه وخت رامنځ ته شوه چې د اسلام آباد پر لور تلونکی بس له يوې لارۍ سره چې د تېلو بېرلونه يې لېږول، ټکر وکړ.

د ضیغم عليٍ په نوم د ځايي پولیسو یو افسر د آلمان خبري آژانس ته وويل چې «په دغه ترافيکي پېښه کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.» علي زياته کړه چې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. په ټپيانو کې لږ تر لږه د پنځو هغو وضعیت نازک ښودل شوی او د دې وېره شته چې د مړو شمېر لوړ شي.

پر ټولنیزو رسنيو خپره شوې وېډيو: 

په بس کې شاوخوا ۴۰ مساپر سپاره ول چې دغه بس له ټکر سره سم اور اخیستی دی.

په پاکستان کې پر لارو د ترافيکي پېښو رامنځ ته کېدل معمول دي، چې لاملونه يې د موټرچلونکو بې احتیاطي، د موټرو زوړوالی، د امنيتي مقرراتو په نظر کې نه نيول او ورته نور موارد ښودل کيږي.

د پاکستان د آمارو د ادارې پر اساس، هرکال په دغه هېواد کې پر لارو شاوخوا ۹۰۰۰ ترافيکي پېښې رامنځ کيږي چې له ۵۰زرو ډېر کسان په کې وژل کيږي.

(dpa)mks/mns