1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان باید د تروریزم د مالي تامین خلاف نور عمل هم وکړي»

۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبه

د څار یوې نړېوالې ډلې ويلي دي چې پاکستان به د هغو هیوادونو په نوملړ کې پاتې وي چې د پيسو سپينولو او ترویزم د مالی تامین د مخنيوی له پاره يې په کافي اندازه اقدامات نه دي کړي.

https://p.dw.com/p/483ok
Flagge Pakistan
انځور: picture-alliance/empics/D. Farmer


پاکستان به تر هغه وخت پورې په دغه نوملړ کې پاتې وي چې د پيسو سپینولو او د تررويزم د مالي تامين د مخنیوي اړوند ټولې لارښونې عملي کړي.

دغه خبره د «فایننشيل اېکشن تاسک فورس» (FATF) په نوم د پيسو سپينولو او ترهگرۍ تمويل کولو پر وړاندې مبارزه کوونکي نړيوالې ډلې کړې ده. یادې ډلې دغه اعلان د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه) د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د يوې اونۍ غونډې وروسته کړېده.

د څار دغې ډلې ويلي دي چې پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې تعين سوي د خپل پلان له ۲۷ نقاطو څخه صرف ۲۶ عملي کړي دي.

په اعلامیه کې ويل شوي دي چي پاکستان بايد څومره ژر چي ممکنه وي، هومره ژر د ترهگرۍ د تمويل کولو ضد د بريالۍ مبارزې او په دې توگه پاته اوه ويشتم ټکی هم عملي کړي.

اف اې ټي ام، په ۲۰۱۸م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه د اروپايي متحدينو په غوښتنه، پاکستان د څار په لیست کې شامل کړ.

د پاکستان پر ځواکمن پوځ باندې تر ډيره تور لګول کیږي چې اسلامپاله وسلوالو څخه ملاتړ او ځای ورکوي، او له هغوی څخه د هندوستان او ګاونډي هیواد افغانستان پر ضد کار اخلي.

مخکې له دې چې پاکستان د اف اې ټي اف ډلې تر فشار راوستل شي، په دغه هیواد کې د طالبانو په څیر تروريستي ډلو او د هغوی پورې اړوندو افرادو د مالي سرچینو پر تقويې باندې هيڅ ډول بندیزونه موجود نه ول.

آ/م.ک.ص./ا.ا.