«اروپايي او امریکايي وسلې په جګړو کې ماشومان وژني»
۱۳۹۸ فروردین ۱۸, یکشنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۶ نیټه) د ایټالیا په میلان ښار کې د سان کارلو په انستیتوت کې زده کوونکو او ښوونکو ته د خپلو خبرو پرمهال د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په ټوله نړۍ کې د ګڼ شمیر جګړو د دلیل په هکله وویل چې «بډایه اروپايي هیوادونه او امریکا وسلې پلوري [...] کومې چې د ماشومانو او خلکو د وژلو له پاره کارول کیږي.»
پاپ د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه چې له وسلو پرته د افغانستان، سوریې او یا یمن په څیر په هیوادونو کې به جګړې نه وي. فرانسیس وویل: «یو هیواد چې وسلې تولیدوي او بیا یې خرڅوي په شعوري توګه د هر ماشوم د مرګ او هرې کورنۍ د له منځه تلو [مسوولیت] لري.»
د کاتوليکي عیسویانو مذهبي مشر د هیوادونو له لوري د مهاجرینو د ادغام او ښه راغلاست د اړتیا په هکله د حکومتونو هغه اندیښنې رد کړې چې ګواکې [مهاجرین او پناه غوښتونکي] د جرمونو سبب ګرځي او له دې امله د پناه غوښتونکو د راتګ مخه نیسي. فرانسیس وویل: «په ایټالیا کې د ګڼ شمیر جرمونو سرچینې بهرنیان نه دي ځکه موږ هم ګڼ شمیر دغه کسان [بهرنيان یا پناه غوښتونکي] لرو.»
پاپ په خپلو خبرو کې همداراز وویل: «مافیا د نایجریایانو له لوري نه ده رامنځ ته شوې. مافیا زموږ خپله ده. موږ ټول له دې امکان سره مخ یو چې مجرمین اوسو. مهاجرین موږ ته شتمني راوړي ځکه اروپا د مهاجرینو [بهرنیانو] په لاس جوړه شوې ده.»
زموږ له آرشیف څخه:
AP - KH - NS