1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ فرانسس د مهاجرو د ملاتړ له پاره د یونان لیسبوس ته ځي

۱۴۰۰ آذر ۱۴, یکشنبه

پاپ فرانسیس به نن یکشنبه (د دسمبر ۵مه) د یونان لیسبوس ټاپو ته ولاړ شي چیرته چې په زرونو مهاجر میشت دي. د پاپ د سفر موخه مهاجرو سره د لا بهتره چلند کولو غوښتنه ده کوم چې اوس په ټوله اروپا کې دغه چلند سخت شوی دی.

https://p.dw.com/p/43r3o
BdTD | Griechenland
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله، پاپ فرانسیس به يونان ته د خپل تاريخي سفر په دوهمه ورځ د مهاجرو موقتي کمپ، ماووروني (Mavrovouni) ته ورشي چیرته چې دمگړی په کې نژدې ۲۲۰۰ پناه غوښتونکي ژوند کوي.

پاپ فرانسيس له ډيرې مودې راهیسې له مهاجرو څخه دفاع کوي، هغه په ۲۰۱۶م کال کې هم يونان کې له مهاجرو سره کتلي وو. پاپ د شنبې په ورځ په آتن کې يوناني چارواکو او د اروپايي اتحاديې مرستيال ولسشمر، مارګريتيس شیناس ته په خپله وينا کې مهاجر د «یوې وحشتناکې عصري اديسې اتلان» وبلل.

د لیسبوس په کمپ کې میشت مهاجر د پاپ دغه سفر ته ښې هيلې لرې. لیسبوس ټاپو تر ورتلو د مخه د کامروني کمپ يو تن اوسيدونکي، ۳۱ کلن کریستیان تانګو وويل چې هغه هیله مند دی چې پاپ وشي کړی د مهاجرو غږ «ټولې نړۍ ته ورسوي.»

تانګو هم د کمپ د نورو اوسیدونکو په څير، په اوونۍ کې يوازې يو ځل اجازه لري چې له کمپ څخه ووځي، خو د يکشنبې په ورځ به هغه د دې فرصت ولري چې له پاپ فرانسیس سره خبرې وکړي.

Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
ځوان مهاجر د پنجرې تر شا د پاپ فرانیسس لیدو ته راټول شوي دی - ۲۰۱۶ د موریا کمپ، یونانانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

له خيمو څخه جوړ د ماورووني کمپ، تیر کال وروسته له هغې په فوري توګه جوړ چې د موريا کمپ د اورلګيدنې په يوه پيښه کې بشپړ وسوځيد. د موريا سوځيدلی کمپ د اروپا په سطحه د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ ښودل شوی دی.

يوناني چارواکو د اور اچونې پړه پر یوه ډله افغان ځوانانو ور اچولې وه.

ويل شوي چې دغه کمپ ته د پاپ فرانسیس تر رسیدلو د مخه، هلته د پولیسو ۸۵۰ تنه ځواکونه د ټينګ امنیت نیولو په خاطر په دندو ګمارل شوي دي.

پاپ له يونان څخه د مخه، روانه اوونۍ قبرس ته هم تللی وو. د قبرس چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د پاپ په مرسته به ۵۰ تنه مهاجر ايټاليا ته انتقال کړل شي. په دغو مهاجرو کې دوه تنه يې د کامیرووني کمپ اوسیدونکي هم دي چې څو مياشتې د یوې تقسيم شوې جزېرې په حائله سیمه کې بند پاتې ول. دا چې پاپ فرانسیس به له مارووني (Mavrovouni) کمپ څخه هم يو شمیر مهاجر ايټالیا ته انتقال کړي، چارواکو يې احتمال نه دی رد کړی.

پاپ فرانسیس چې په ۲۰۱۶م کال کې د یونان کمپ څخه د ليدنې پر مهال، ۱۲ تنه سوريايي مهاجر له ځانه بيولي وو.

آ/م.ک.ص./ا.ا.