ټيټ فشار کوم علايم او اثرات لري؟
دا چي لوړ فشار ډېر خطرناک دی، زيات انسانان پرې خبر دي. آيا خبر ياست چي ټيټ فشار څومره خطرناک دی؟ جواب يې په دغه انځوريز راپور کي موندلای سئ:
پر سترګو توره تياره کېدل
که تر اوږدې ناستي وروسته په ولاړېدو پر سترګو تياره سي نو دا د ټيټ فشار يوه علامه ګڼل کيږي. په اوږد مهاله توګه د فشار ټيټ پاتېدل روغتيا ته زيات زيان رسوي. [يادونه: دغه راپور د مسلکي ډاکټر سره د مشورې او معاينې ځای نه سي نيولای. که د خپلې روغتيا په هکله فکر کوئ، نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.]
اوږدمهاله ستړيا
د ټيټ فشار يوه علامه دا هم وي چي څوک ځان ستړی احساسوي او دايمي د سر درد لري. د ټيټ فشار لرونکو د مخ بڼه هم الوتې او پيکه وي. يخ لاسونه او پښې هم د ټيټ فشار له علايمو څخه دي. د ټيټ فشار له کبله پر پښو د تګ پر وخت هم په تنفس کولو کي تکليف احساسيږي.
د سر ګرځېدل
په عمومي توګه د فشار جګ والی د فشار تر ټيټوال زيات خطرناک بلل کيږي. په داسي حال کي چي د جګ فشار له کبله د زړه د حملې او د مغزي سکتې ګواښ ډيريږي، د ټيټ فشار له کبله انسان بې هوښه کېدلای سي.
له ګواښ سره څوک مخامخ وي؟
د ټيټ فشار شکايت اکثرا ډنگر کسان کوي، ځوانان او کم فعال وي. په ماشومانو کي له موروثي لاملونو نه هم ټيټ فشار تر سترګو کېدلای سي.
د نورو ناروغيو لامل
که په اوږده موده کي د يو انسان فشار ټيټ پاته سي نو د نورو ناروغيو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدلای سي، لکه د زړه، مرغړيو او د پښتورګو ناروغي. د جګ فشار ضد درملو استعمال هم د ټيټ فشار سبب ګرځېدلای سي.
اميندواري مېرمني
د امېندوارۍ په لومړيو شپږو مياشتو کي د فشار ټيټوالی په مېرمنو کي عامه خبره ده. خو که فشار د امېندوارۍ په وخت کي ډېر زيات ټيټ وي، نو مور او ماشوم دواړو ته زيان رسولای سي. د مور ټيټ فشار و نازېږدلي ماشوم ته د کم خوراک رسېدو سبب ګرځېدلای سي.
ايا درمل په کار دي؟
په عمومي توګه د ټيټ فشار ضد درمل يوازي په هغه صورت کي په کار وي، چي د ټيټ فشار له کبله ورځنی ژوند ډير اخلال وي، د بېلګي په توګه لکه پر چا چي زياته بې هوښي راځي او داسي نور. تر درملو علاوه د ټيټ فشار ضد نوري لاري هم سته.
زياتي اوبه، يخ او ګرم لمبا، سپورټ
د ټيټ فشار د مخنيوي له پاره ورزش زياته مرسته کوي. د دې تر څڼګ د زياتو اوبو چښل هم فشار ته استقرار بخښي. په بدلېدونکې توګه پر وخت په ګرمو او يخو اوبو لمبا هم فشار ته ګټه رسوي.
آسانه لاري
د په کافي اندازه حرکت او سپورټ تر څنګ، په تازه هوا کي پر پښو تګ، د چايو او کافې چښل او د مالګې لږ زياتول هم د ټيټ فشار پر ضد کومک کوي. [يادونه: دغه راپور د مسلکي ډاکټر سره د مشورې او معاينې ځای نه سي نيولای. که د خپلې روغتيا په هکله فکرجن ياست نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.]