1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټول انسانان آزاد او يو ډول دي

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د ډېرو انسانانو د پاره د نړۍ ګلوبال کېدل د ښه ژوندانه زیری ورکاوه، خو اوس انساني حقوق د خطر سره مخامخ دي. په نړۍ کی پرمختګونه او انترنت باید په اصل کي د نړۍ ټولو انسانانو ته د ژوندانه ښه شرایط وړاندي کړي وای.

https://p.dw.com/p/11mH9
«خو بې وزله او بېچاره کسان اکثره وخت د دغو مرستو څخه بې برخي پاته کیږي»
«خو بې وزله او بېچاره کسان اکثره وخت د دغو مرستو څخه بې برخي پاته کیږي»انځور: Nicholas Meisel

د بشري حقونو د عمومي اعلامیې په اوله ماده کی راغلي چی ټول انسانان آزاد او د مساوي حقوقو درلودونکې دي، خو اوس نوری ستونزی رامنځته سوي.

اقتصادی مارکېټونه د بحران سره مخامخ سوي دي. په اقلیمې شرایطوکی بدلون رامنځته سوی دی. په پر مختیایی هیوادونو کی د اوبو کموالۍ او نورو طبیعی آفاتو خلک تر فشار لاندي راوستلي دي.

د بې وزلو خلکو د پاره نه یوازي دا چي شرایط نه دي ښه سوي، بلکي په ځینو ځایونو کي حتي تر پخوا لا خراب سوي دي. په دغو سیمو کي جنګونو قوت پیدا کړی دی.

نړیوال بانک او نور سازمانونه د چاپیریال ساتني او نورو اجتماعي برخو د ښه والي د پاره وعدې ورکوي او ډېری پیسې هم په دې لاره کي مصرفوي.

خو بې وزله او بېچاره کسان اکثره وخت د دغو مرستو څخه بې برخي پاته کیږي. دوی د نورو څخه منزوي کیږي، او یوازي فشار او زور زیاتی پېژني. دوی تر هرڅه د مخه د نورو ملاتړ او روښانه راتلونکي ته ضرورت لري.

دوی ته باید داسي کار ورکړل سي چی د هغه په پیسو باندی آبرومندانه ژوند وکولای سي، او د انساني کرامت سره سم په یوه ځای کي استوګنه وکولای سي. نړیوالي ټولني دوی ته همدغه ډول د امېد څخه ډکي وعدې ورکړي دي.

د ۱۹۴۸ کال د بشری حقوقو په ماده کي انساني او سیاسي حقوقونو ته په دقیق ډول اشاره سوې ده، خو د هغوی د اجتماعي، اقتصادي او کلتوري حقونو په اړه په واضح ډول کوم بدلون نه تر سترګو کیږي.

یو مناسب ژوند او بې له نژادی تعصبه څخه د کار مارکېټ ته داخلېدل او یا هم زده کړي او تحصیل ته لاس رسی، دا هم د هغو بشري حقونو اساس جوړوي چی په ۱۹۶۶ کال کی د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د اجتماعي، اقتصادي او کلتوري حقونو په اړه ورباندي فیصله وسوه او په ۱۹۷۶ کال کي دغه پرېکړه عملي هم سوه.

د هغه راهیسی د نړۍ ۱۶۰ هیوادونو دغه حقوق خپلو اتباعو ته ورکړي دي.

کيرشنينگ/گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل