1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ټول افغان مهاجر باید د څو تنو په خاطر پړه و نه گڼل شي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې اروپایې هیوادونو ته په کار ده چې د څو تنو د جرمونو په خاطر دې یوه نا امنه هیواد ته د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کې بیړه ونه کړي او نه دې هم دوی مجازات کوي.

https://p.dw.com/p/34ff1
Schweiz, Genf: UN-Beauftragte für Flüchtlinge Grandi und der UN-Koordinator für humanitäre Hilfe, Lowcock, nehmen an einer Pressekonferenz teil
انځور: Reuters/D. Balibouse

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۰) وویل چې د ځينو جنایې پيښو لکه په دې وروستيو کې چې په آلمان او فرانسه کې رامنځ ته شوي دي، باید د افغان مهاجرو پر اخراج بیړه و نه شي او نه دې هم ټولنه پر دوی د جرمونو د مسئولیت په ور اچولو مجازات شي.

د یکشنبې په ورځ د آلمان په «کوتن» ښار کې دوه تنه افغانان د یوه ۲۲ کلن آلماني د قتل په تور ونیول شول. په فرانسه کې هم د یکشبې ورځې په سهار یو افغان د پاريس په اطرافو کې ۷ تنه په چړې ډیر سخت ټپیان کړل. پولیسو ویلي دي چې د څلورو تنو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فليپو ګراندي، د دوشنبې په ورځ په ژنیف کې وویل چې په ټول هیواد کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د طالبانو او داعش ډلې له خوا د ځانمرګو بریدونو پر ترسره کیدو سربیره افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو بیرته استول «په اروپا کې یوه پیچلې موضوع ده».

ګراندي یوې خبري غونډې ته د افغانانو د اخراج په اړه وویل:«پر افغانانو ډیر فشار دی چې خپل هیواد ته ستانه شي. زما سپارښتنه دا ده چې داسې یو بهیر دي په ډیر احتیاط سره وشي، ځکه د امنیت له پلوه شرایط مخ پر خرابیدو دي».

ګراندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دوی په اروپا کې د افغانانو پر وړاندې له شدید غبرګون څخه ویره لري وویل: «هر هغه کس چې که هغه مهاجر یا پناه غوښتونکی وي او یو جرم ترسره کوي، باید د پناه غوښتنې د ارزونې بهیر یې بند شي او یا د مهاجرت حق ځنې بیرته واخیستل شي.»

وروسته بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ویاندې ملیسا فلمينګ، په دې اړه د توضیحاتو په ورکولو سره وویل چې د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې د دوسیو اروزنه هغه وخت بندیږي چې جرم جدي وي او دغه هیواد ته د نوموړي مهاجر تر داخلیدو مخکې ترسره شوی وي.

په همدې اساس دغه جرم د هغه د دوسیې د ارزونې پر مهال په پام کې نیول کیږي. د مهاجرت حق هم په هغه صورت کې اخیستل کیږي چې یو شخص په کوربه هیواد کې جرم ترسره کړي او تر قانوني تعقیب لاندې ونيول شي.

ګراندي وویل چې قانون باید په بشپړ ډول د مجرمو افرادو په برخه کې تطبيق شي، خو خبرداری یې ورکړ چې د یو کس د جرم په خاطر باید ټول پړه او مسئول ونه پیژندل شي. هغه همدارنګه اندیښنه څرګنده کړه چې د سیاسي اهدافو په موخه باید په دا ډول مسائلو کې لاسونه ونه شي.

ګراندي وویل: «دا مسئله ډیره خطرناکه ده، ځکه د مهاجرو او پناه غوښتونکو یوه لویه برخه په جرمونو لاس نه پورې کوي، خو د تبعيضي چلند څخه اغیزمن کیږي».

په اوس وخت کې شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان د پاکستان او ایران په هیوادونو کې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو سازمان په وینا یوازې ۱۲ زره د دغو مهاجرو بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې تیر کال په همدې موده کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ زرو پورې افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي ول.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کونکی مارک لوکوک، ویلي دي چې په تیرو ۴ کلونو کې د وسله والو جګړو په پایله کې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره انسانان وژل شوي دي.

سربیره پر دې یوازې په روان کال کې به دغه هیواد کې د داخلي بیځایه شویو شمیر شاوخوا ۱۷۰ زره ته رسیږي.

ګراندي همدرانګه د ولسمشر محمد اشرف غني او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ وکړ. هغه وویل: «په ډیر احتمال سره دا یوازنی او لوی عامل دی چې کولی شي اقتصادي وضعیت بهتره کړي او خلک د خپل راتلونکي په اړه د ډاډمنتوب احساس پیدا کړي او په نهایت کې دا به د افغانانو له پاره تر ټولو لویه انګیزه وي چې دوی احساس کړي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي».