1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ ښځې ولې پرينکا چوپړه ته ښکنځل وکړل؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا په لاس انجلس ښار کې يوې پاکستانۍ د باليوود مشهورې ستورې پريانکا چوپړه ته د «منافقې» لفظ وکاراوه. هغې پرينکا چوپړه د هند او پاکستان تر منځ جنګي ترينګلتيا پر وخت له هندي پوځ څخه د ملاتړ په تړاو وښکنځله.

https://p.dw.com/p/3NoEL
Bangladesch Priyanka Chopra, UNICEF-Botschafterin | Unterstützung für Rohingya-Flüchtlinge
آرشيفانځور: Imago/Zuma Press

تر دغې پيښې وروسته د پريانکا چوپړه نوم په ټولنيزو رسنيو کې ډير وکارول شو. دغه جنجال هغه وخت راپورته شو چې د شنبې په ورځ د امريکا په لاس انجلس ښار کې د يوې غونډې پرمهال د عايشه ملک په نوم يوې پاکستانۍ ښځې د هندي سينما مشهورې اداکارې پريانکا چوپړه ته وويل چې «زه پوهيږم چې ته يوه منافقه يې، تا د فبرورۍ په ۲۵مه د ژوندی دې وي هند ټويټ کړی وو. ته د ملګرو ملتونو د ښه نيت سفيره يې خو ته د پاکستان او هند تر منځ د اتومې جګړې ملاتړ کوئ.» عايشه ملک د خپلو احساساتي څرګندونو پر مهال د غونډې تنظيم کوونکو ونيوله او مايک يې ورڅخه واخيست.

پريانکا د دغې پاکستانۍ ښځې په ځواب کې وويل: «زما ډير دوستان پاکستانيان دي او زه د هندوستان يم. زه جګړه نه خوښوم، خو زه يوه وطن پرسته يم. که چيري ما خپلو مينه والو ته تکليف رسولی وي، بخښنه غواړم.» 

ميرمن چوپړې زياته کړه: «موږ ټولو ته په کار ده چې ساحل ته د رسيدو لاره غوره او پرې روان شو.» هغې وروسته عايشه ملک ته وويل چې خپلې چغې بندې کړي او ځان دې نه شرموي.

پر دغې مسئله په ټولنيزو رسنيو کې ډير بحثونه راپورته شول.

MISS WORLD 2000(Priyanka Chopra - Miss India)Universal Pictorial Press...
چوپړه په ۲۰۰۰م کال کې د نړۍ د ښکلا ملکه شوهانځور: picture-alliance/dpa/Photoshot

د الجزيرې شبکې خبريالې ثنا سعيد په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي دي: «پريانکا چوپړه ډيره په غوسه ده، دغې نجلۍ ته ووايئ چې ډيرې چغې ونه وهي او خپل ځان دې نه شرموي...»

اسامه خليجي چې په پاکستان کې د انترنيت د حقوقو په څانګه کې کار کوي لیکلي: «دا د پريانکا چوپړه په ګټه کار دی تر څو داسې يو دريځ چې د خلکو د خوښې وي، غوره کړي.»

دغه راز د شاه مير سني په نوم يو شخص بيا ليکلي دي چې «د پريانکا چوپړه ځواب خطرناک دی. هاليووډ دې هغې ته تر کار ورکولو د مخه فکر وکړي...» 

هاخوا بيا په هندوستان کې د پريانکا چوپړې مينه والو د هغې ملاتړ کړی او په ټويټري پيغامونه کي يې دفاع کړې ده.

پريانکا چوپړه د دې ترڅنگ چې په فلمونو کې کار کوي او په دغه صنعت کې يې ډيرې جايزې ګټلي، يوه موډله او د تلويزيوني سيتج شو ويانده هم ده. هغه په ۲۰۰۰م کال کې د نړۍ د ښکلا ملکه شوه. په وروستيو کې په هاليوود کې هم ښکاره شوې ده. امريکايي مجلې (Forbes) بيا پريانکا چوپړه د «نړۍ سل تر ټولو ځواکمنو ښځو» په کتار کې شميرلې ده.