1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هند کې غبرګ ماشومان؛ نومونه يې کوويډ او کرونا

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

په هندوستان کې يوې مور دوه ګوني ماشومان، يوه نجلۍ او يو هلک زيږولي، نومونه يې پرې «کرونا» او «کوويد» ايښي دي. له نوي ډيلي څخه رپوټ وايي چې دغه ماشومان د هندوستان په چتيسګر ايالت کې دنيا ته راغلي دي.

https://p.dw.com/p/3aSHk
Indien Anand  Krankenhaus Entbindungsstation
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/A. Srivastava

د هندوستان په چتيسګر ايالت کې دغې مور په داسې حال کې دوه ګونې ماشومان دنيا ته راوړي، چې اوسمهال په ټول هندوستان کې د کوويد ۱۹ کرونا ويروس دخپريدو د مخنيوي په موخه د خلکو په ګرځيدو لګول شوی محدوديت ادامه لري.

صدراعظم نريندا مودي دغه محدوديت د مارچ میاشتې په ۲۴مه اعلان کړ.

د دغه اعلان په نتيجه کې په هندوستان کې د ريلونو فعاليتونه او د الوتکو پروازونه هم د تعويق په حالت کې راوستل شوي دي چې دغه وضعيت په ځانګړې توګه په عاجلو حالاتو کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کولاي شي.

د دغو ماشومانو مور، ۲۷ کلنه پريتي ورما هم وايي چې تر روغتونه پوري یې د ډيرو سختيو او تکليفونو په تيرولو سره ځانونه ورسول. هغې او خاوند يې پر خپلو ماشومانو د کوويډ او کرونا نومونه د همدې سختو ورځو په ياد ايښي دي.

Global Ideas Indien Coronavirus Lockdown in Neu-Delhi
په هندوستان پر خالي سړکونو يو امبولانس - آرشیفانځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

ورما په دې اړه د ترست آف انديا په نوم خبري آژانس ته وويل: « موږ [تر روغتونه] تر ډيرو سختو ستونزو ګاللو وروسته ورسيدو، له همدې کبله ما او خاوند مې وغوښتل دغه ورځ د يادګار په توګه وساتو.»

د ماشومانو والدين وايي چې د نوو ماشومانو نومونه به تل دوی ته په ګرځيدو د محدويت وختونه او دا چې په دا ډول يو وضعيت کې تيره اوونۍ څنګه وتوانيدل د ډيرو تکلیفونو په تيرولو ځانونه يوه حکومتي روغتون ته ورسوي، وريادوي.

کووويډ او کرونا د نوی کرونا ويروس ترکيبي نوم دی چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ورباندې له يو ميليون څخه ډير کسان مبتلا دي.

په حاضر وخت کې د هندوستان يو ميليارد او ۳۰۰ ميليونه نفوس په خپلو کورنو کې اوسيږي. خلک يوازې د ضروري سوداو او درملو د اخیستلو له پاره کولای شي دوکانونو او درملتونونو ته ولاړ شي.

په هندوستان کې تر اوسه د نوي کرونا يا کوويد-۱۹ ويروس ۲۰۹۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په رپوټ کې زياته شوې چې په هندوستان کې ۴۷ تنه هندي خبريالان هم په کورونو کې قرنطين شوي دي. دغه خبريالان وروسته له هغې قرنطين شول چې د يوې خصوصي رسنۍ د خبريال د کرونا ټِست نتیجه مثبته وخته.

آژانسونه/م.ک.ص/ق.ن