1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې سپۍ يو سړی له پنځوسو کلونو بند څخه وژغوره

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د يوې ورکي شوې سپۍ له موندلو سره د يوه امريکايي د ۵۰ کلونو بند سزا لغوه شوه. دا سړی پر خپلي لور د جنسي ځورنې په تور زنداني شوی وو.

https://p.dw.com/p/34jNH
USA | Mann nach 50 Jahren Gefängnis durch Labrador freigesprochen
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/L. Christon

د امريکا متحدو ايالاتو د لويديځ ایالت اوريگون یو ۵۰ کلن اوسېدونکی چې د ۵۰ کلونو بند په سزا محکوم شوی وو، له هغه وروسته بري اعلان شو، چې د ورکې شوي سپۍ تر موندنې وروسته يې جنايي قضيه روښانه شوه.

یوشوا هورنر، د ۲۰۱۷م کال د اپريل مياشتي پر ۱۲ نيټه د خپلې لور د ځورنې او تهديدوني له وجې زنداني شوی وو. هغې ويلي ول چې ۴۲ کلن پلار یې د دې سپۍ ځکه په ‌‌ډزو وژلې چې غوښتل یې دا وبيروي او خاموشه پاته شي.

شکايت کوونکې قاضيانو ته ويلي ول چې هورنر هغې ته ويلي ول چې که چيرې دا پوليسو ته ولاړه او د ځورني شکايت يې وکړ، نو سپۍ به یې ووژني.

خو هورنر ټينگار کاوه چې سپۍ یې نه ده وژلې او لور یې درواغ وايي. هغه تر دې وروسته له يوې مرستندويي ټولني څخه مرسته وغوښتله.

مرستندويه ټولنې څه وخت وروسته دغه سپۍ ژوندۍ وموندله. سپۍ له يوه نوي مالک سره وه. سپۍ د خپل مخصوص خدوخال، ښکلي سر او اوږدو غوږونو له وجي وپيژندل شوه.

څارنوال جان همبل وويل چې د شکايت کوونکې له خوا وړاندي شوی دا تر ټولو مهم ثبوت هم سم ثابت نه شو. هغه زياته کړه: «زه که څه هم چې په پوره يقين سره نه شم ويلای چې ښاغلي هورنر پر شکايت کوونکې جنسي تیری نه دی کړی، خو زه پر هغو شواهدو چې اوس یې په لاس کې لرو، هم قناعت نه لرم.»

هورنر په اگست میاشت کې له هغه وروسته آزاد کړل شو، چې د مرافعې يوې محکمې یې جزا لغوه کړه او د يوې نوي محاکمې لارښونه یې کړې وه. خو نوموړی به اوس له دويمې محاکمې سره مخامخ نه شي.

هورنر د دوشنبې په ورځ د محکمې له خوا د دې قضیې تر تړلو وروسته خپلي مېرمني ته په اشارې سره وويل: «کيلي او زه به اوس له نوي سره خپل ژوند پيل کړو.»

DW- English (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: