يوه وسله وال په سویلي کلفورنیا کې ۱۳ کسان وژلي
۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبهدین زیاته کړې چې وژل شوی پولیس لومړی کس وو چې سیمې ته ورسید او کله چې ودانۍ ته دننه شو نو د برید کوونکي له خوا پرې ډزي وشوې چې په پایله کې یې هغه د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې سا ورکړه.
چارواکو لا تر اوسه پورې نه دي ویلي چې برید کوونکي څرنګه وژل شوی.
د دین په خبره په پیښه کې نزدې پر۱۰ نورو کسانو باندې هم ډزې شوي چې اوس ټپیان دي. لا تر اوسه پورې د قربانیانو په اړه نور معلومات په لاس کې نه شته.
برید کوونکي له «دود کوونکو لاسي بمونو او لاسي وسلو» کار اخیستی. د برید پر مهال په سونو کسان له سیمې تښتیدلي دي.
دین وویل: «هلته وضعیت ډیر زړه ماتوونکی دی. هرې خوا ته وینې وي.»
چارواکو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې نه پوهیږي چې ایا دغه پیښه له ترهګرۍ سره تړلې ده او که نه.
د پیښې څو تنو شاهدانو امریکایي رسنیو ته ویلي دي چې په تورو جامو کې یو کس چې د مخ یوه برخه یې هم پوښل شوې وه لومړی پر هغه کس ډزې وکړي چې د بار په دروازه کې یې کار کاوه او بیا وروسته یې په بار کې پر شته کسانو ډزې پیل کړې.