يوه امريکايي څلور ځله تر مانش کانال اوښتې ده
۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سهشنبهد هغې پر فيسبوک پاڼي باندي په يوې ويديو کي ښکاري چي څنگه د انگلستان په جنوب کي پراته ساحل، دوور کي، له سارا توماس څخه د سه شنبه په سهار پس له ۵۴ ساعته استقامت او هڅو څخه تود هرکلي وسو.
دغه ۳۷ کلنه يو کال مخکي د سينې د سرطان له امله تر سختي درملني لاندي وه چي وروسته روغه ورڅخه راووتله.
د هغې په خبره غوښتل يي د يوه غيرمعمولي اقدام له لاري، د سرطان پر ناروغۍ باندي خپل بري ولمانځي.
نوموړې تر لامبو مخکي، د شنبې په ورځ پر خپل فيسبوک پاڼي باندي وليکل: »دا هر څه له دغه مرض څخه ټولو ژوندي پاته سوو کسانو ته اهدا کيږي. هغه چاته يي ځانگړي کوم چي زموږ د ژوندي پاتيدو له پاره دوعا کوي. د هغه چا له پاره چي په ډيري مايوسۍ له ځانه پوښتي چي څه به پيښ سي او د دردونو او نااميديو په وړاندي مبارزه کوي.«
ميرمن توماس تر لامبو کولو وروسته، له بي بي سي سره د مرکي په ترڅ کي وويل چي د لامبو پر وخت يي زياتره وخت د مالگينو اوبو له عواقبو سره مبارزه کوله چي په خوله او ستوني کي يي دردونه راپيدا کول.
علاوه پر دې د يوې سمندري ژوي له خوا پر مخ باندي زخمي هم سوه. تکړه لامبو وهونکي ليووس پوغ د تويتر له لاري په لنډه توگه ميرمن توماس ته مبارکي ورکړه.
هغه ليکلي ول: «د هغې استقامت فوق العاده، غير عادي او له بشري قوت څخه ليري دي. کله چي موږ فکر کوو انسانان نور خپل توان وروستي ټکي ته رسيدلي ، بيا هم يو څوک پيدا کيږي چي نوي ريکارډ ټينگوي.»
گ.پ/ن .ز/آژانسونه