1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه اسرار آميزه تابلو په ۱۰۰ ميليونه ډالره پلورل شوې؟

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

په ۲۰۱۴م کال کې په فرانسه کې موندل شوې يوه تابلو تر ليلام دوې ورځې دمخه په ۱۰۰ ميليونه ډالر پلورل شوې ده. د دې اسرار امیزه رسامۍ د اخیستونکو نومونه نه دي په ډاگه شوي.

https://p.dw.com/p/3L8Lu
Paris Erstausstellung Judith und Holofernes von Caravaggio
انځور: AFP

د فرانسې د «لا گازيد ډرو» په نوم د ليلامۍ مجلې د سه شنبې په ورځ ليکلي دي چې دغه رسامي چې ویل کيږي د يوه زاړه کور د چت په پس خانه کې موندل شوې، تر ليلاميدو دوې ورځې مخکې يوه شخصي رانيول شوې ده. د دې تابلو ليلام ته په ډېره بې صبرۍ سره انتظار کيدی.

مجلې ليکلي چې دغه هنري اثر يوه «بهرني پيردونکي» رانيولی دی او «ژمنه یې کړې ده چې دغه رسامي به يوه ستر موزيم ته ډالۍ» کړي. مجلې اټکل کړی دی چې د دغه رسامۍ له پاره ښايي اخیستونکي د ۱۰۰ او ۱۵۰ ميليونو ډالرو ترمنځ پېسې ورکړي وي.

د دې تابلو پټ خرڅلاو د دې په تاريخ کې يو بل مرموز فصل دی. په دې رسامۍ کې د يهودانو د يودت په نامه يوې اتلې له خوا د آشوري جنرال هولوفيرنس د سر پرې کولو صحنه کښل شوې څو هغه د بتوليا ښار چې په انجيل کې یې کيسه راغلې، ويجاړ نه کړي.

دغه تابلو د تولوس ښار د يوه کور د چت په پس خانه کې په داسې حال کې چې په دوړو کې پټه وه، موندل شوې وه. خاوندانو یې نه غوښتل نومونه یې په ډاگه شي.

په ۲۰۱۴م کال کې تر موندني وروسته دغه تابلو د مارک لاباربه په نوم ليلام خونې ته يوړل شوه او د «تورکوين» په نوم يوه پاريس ميشتي شرکت یې په اړه څېړنې وکړې. د دې شرکت څيړنې د ډيرو له پاره قانع کوونکې وې خو ټولو ونه منله چې دا په رښتيا هم د باروک د دورې د مشهور ايتالوي رسام ميشل انجلو ميريزي، هنري اثر دی.

د لاباربه ادارې د لوس اينجلس ټایمز ته وويل: «دا کيسه ډېره ښايسته ده او موږ ته لکه خوب غوندې ده. خو هغه څه چې موږ ته په رښتيا يو خوب ښکاري په اصل کې دا رسامي ده. دا په رښتيا يو شاهکار دی. موږ ډېر ښه بخت لرو.»

نومورکي او شهرت

کارواجو په خپل عصر کې په ډراماتيک ډول د رڼا او رنگونو کارولو کې شهرت درلود او د باروک رسامۍ په رامنځته کيدو کې يې اغیزه او ونډه ډېره زياته ده.

کارواجو په ۱۵۷۱م کال کې په ميلان کې زيږيدلی وو. په خپله پلرنۍ سيمه کې تر روزنې وروسته روم ته وکوچيد چې هلته بیا د يوه جنجال په ترڅ کې د يوه سړي د قتل په تور د اعدام په سزا محکوم شو. هغه له روم څخه نياپلس ته وتښتيد. په نياپل کې مخکي له دې چې په يوه بله جنايي پېښه کې محاکمه شي او بيا وتښتي، ډېر شهرت يې وموند.

تاريخ پوهان تر اوسه پر دې سره په يوه خوله نه ده چې په ۳۸ کلنۍ کې د هغه د مړيني علت څه وو، خو ويل کيږي چې ښايي په يوه فزيکي شخړه کې وژل شوی وي.

تر مړينې وورسته يې هم سيالو رسامانو د هغه د شخصيت وژنې له پاره ډېري انتقادي او اغیزناکې کيسې وليکلې. دا هر څه د دې باعث شول چې دغه مشهور رسام د څو پېړيو له پاره بې نومه پاته شي. خو د شلمې پېړۍ په سر کې تاريخ پوهانو د هغه په اړه څېړنې وکړې او د لويديځ پر هنر یې د هغه د ډېر زيات نفوذ په اړه نړۍ خبره کړه.

bs/nz (Elizabeth Schumacher)