يونان په سونو مهاجر له ليسبوس ټاپو څخه وچې ته ايستلي
۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبهاوس د يونان په ليسبوس او څلورو نورو ټاپوګانو کې چې ترکيې ته نژدې پراته دي، په زرونو کډوال ژوند کوي. دغه کډوال وروسته له هغې چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحادېې او ترکيې تر منځ د مهاجرو په اړه تړون لاسليک شو د دغو ټاپوګانو په کمپونو په بدو شرايطو کې ژوند کوي. د ياد تړون له مخې له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د مهاجرو د تلو لاري تړل شوي دي.
له ليسبوس ټاپو څخه وچې ته د ليږدونکو مهاجرو يوه تن ۳۰ کلن محمد فيروز وويل: « زه له دوږخ څخه جنت ته راغلی یم.»
د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په يوه کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ مهاجر د پيره يا پيرايوس ساحل ته ورسول شول. فيروز هم د همدغو کسانو په ډله کې دی. يوناني چارواکي وايي چې دغه مهاجر به په کمپونو او اپارتمانونو کې ځاي پرځای شي.
اوس د يونان په ليسبوس ټاپو کې شاوخوا۸۵۰۰۰ مهاجر ميشت دي چې دا شمير د کمپ تر اصلي وړتيا نژدې درې برابره زيات دی.
په کمپ کې د ژوندانه بد وضعيت او د پناه غوښتونې پايلو ته اوږده موده انتظار مهاجر زړه تنګي کړي دي چې له امله يې ځينې وخت دننه په کمپ کې د مهاجرو تر منځ شخړي او تاوتريخوالی هم رامنځ ته کيږي.
د ليسبوس اوسيدونکو د نوامبر مياشتي په لمړيو کې لاريون وکړ او د اروپايي اتحاديې پر سياست يې اعتراضونه وکړل. اعتراض کونکو ويل چې سيمه يې د مهاجرو له امله په «زندان» اوښتې ده.
يونان، ايټاليا او اسپانيا هغه درې اروپايي هيوادونه دي چې د مديتراني او آژه سمندرګي له لاري اروپا ته راتلونکي مهاجر يې په لومړي سر کې ټاپوګانو ته رسيږي. ډيری دغه مهاجر د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو دي.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ارقامو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې د مديترانې سمندرګي له لارې دغو درو هيوادونو ته څه باندې ۱۶۰ زره مهاجر رسيدلي دي چې له دې ډلې څخه ۲۷۲۴۵ تنه يوازي يونان ته رسېدلي دي.
Idyli Tsakiri/ ک.ص
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور