1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: په سونو مهاجر له ليسبوس ټاپو څخه وچې ته انتقال شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د يونان چارواکو د يکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ليسبوس ټاپو د موريا کمپ ۴۰۰ مهاجرو ته یې د دې جزيرې څخه د وتلو اجازه ورکړې ده. دا کار د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه شوی دی.

https://p.dw.com/p/3bkuy
Griechenland | Migranten aus Moria werden aufs Festland verlegt
انځور: Getty Images/M. Bicanski

د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه دغه کسان چې د خولې او پزې ماسکونه یې اچولي ول، په پيرياوس بندر کې له کښتيو ښکته شول.

لومړی هغوی د ليسبوس ټاپو ميتليني سيمې ته په بسونو کې چې د حفظ الصحې د مقرراتو د مراعتولو په موخه نيم ډک ول، ورسول شول. له دغه ځايه هغوی په دوو کښتيو کې تر سفر وروسته بالاخره پلازمينې ته څېرمه د پيرياوس بندر ته ورسيدل. د رسنیو په حواله به نور سل تنه مهاجرين د سه شنبې په ورځ انتقال کړل شي.

زاړه، ناروغ او کورنۍ

په اتن کې د مهاجرت وزارت د کړيو له خوا ويل شوي چې په تیره بيا زاړه او ناروغان او همدا زار کورنۍ وچې ته انتقال کړل شوي دي. دا مهاجر به اوس پر ټول يونان ویشل کيږي او په کرایه شويو هوټلونو، اپارتمانانو او کمپونو کې به ورته ځای ور کړل شي.
څو اوونۍ تر مخه هم چارواکو په سونه مهاجر په ټاپو کې د پراته دغه کمپ څخه وچې ته انتقال کړي ول. له ترکیې څخه د راتلونکو مهاجرو په شمير کې کمښت او د له دې ځایه د مهاجرو د انتقال له کبله اوس په دې ټاپوگانو کې د اوسيدونکو مهاجر شمیر چې په مارچ کې ۴۲ زره ۳۰۰ وو، د مي په پيل کې ۳۸ زره ۳۰۰ ته راټيټ شوی دی.

خو اوس هم په اصل کې د ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ کسانو له پاره په نظر کې نيول شوي دا کمپونه تر حده ډېر ډک دي.

«موږ مو کوويد ۱۹ ناروغۍ ته پريښي يو»

د کرونا وبا تر شيوع وروسته د لیسبوس، خيوس، ليروس، او کيوس په کمپونو کې کنترول لا پسې کلک شوی وو. مهاجر يوازې د پوليسو له خوا د اجازې د ترلاسه کولو وروسته له کمپونو څخه وتلی شول.

کابو دوې اوونۍ تر مخه په سونه مهاجرو موريا کمپ ته د داخليدو لاره وتړله. هغوی لوحې پورته کړې چې پرې ليکل شوي ول: «آزادي د ټولو له پاره. موږ مو کوويد ۱۹ ته پريښي يو.» تر دې احتجاج يو څو ورځې تر مخه د يونان په يو شمير کمپونو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې وې. دا لاگرونه بيا قرنطين کړل شول.

bs/awa (dpa,afp,ard)

Griechenland | Migranten aus Moria werden aufs Festland verlegt
مهاجر کښتۍ ته د ختلو په حال کېانځور: picture-alliance/AP Photo/P Balaskas

زموږ له آرشيف څخه: