1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: د مهاجرو پر مخ سرحدونه نه دي پرانيستل سوي

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

يونان له هغو مهاجرو څخه وغوښتل چي بيرته خپلو کمپونو ته ولاړ سي چي نورو اروپايي هيوادونو ته د سفر په نيت له کمپونو څخه د دغه هيواد شمالي سرحد ته تللي ول.

https://p.dw.com/p/3GL3i
Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi

د پنجشنبې په ورځ د يونان په کمپونو کي له پرتو مهاجرو څخه ځينو يې د مقدونيا سرحد ته ځانونه رسولي ول.

د جمعې ورځي تر سهاره پوري په دغه سیمه کي تر ۱۰۰ پورې خېمو ودرول سوې. دغو مهاجرو له هغه وروسته دغي سیمي ته ځانونه ورسول چي په ټولنيزو رسنيو کي ويل سوي ول چي گويا مهاجر غواړي په يوه گډ اقدام سره د يونان له سرحده البانيا ته واوړي.

د يونان د مهاجرو د چارو وزير ديميتريس ويتساس د دغه هيواد دولتي تلويزيون «ای ار ټي» ته وويل: «زه همدا اوس له هغوی څخه غواړم... چي خپلو کمپونو ته بيرته ستانه سي.»

هغه وويل: «دا چي سرحدونه به پرانيستل سي درواغ دي... د نړيوالو قراردادونو پراساس، موږ وظايف لرو، خو د جزايي اقدام امکان هم لرو.»

د يونان پوليسو پر دغو مهاجرو باندي نيوکه کړې ده چي وايي له کوچنيانو او ښځو څخه د سپر په توگه کار اخلي څو له جوړو سوو موانع څخه تير سي. يوه ورځ مخکي نژدې ۵۰۰ مهاجرو تلاښ وکړ چي د پوليسو د موانع څخه تير سي.

پوليسو د يوې لاري په اوږدو کي سرويس موټر درولي ول، څو له دې مسيره د تيريدو مخنيوی وکړي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هم پناه غوښتونکو ته ويلي دي چي د سرحدونو د پرانيستلو په اړه دي په اوازو باور نه کوي.

له هغه وخت راهيسي چي د بالکان هيوادونو په ۲۰۱۶م کال کي خپل سرحدونه وتړل، په لسونو زره مهاجر چي ډيری يې د سوريې، عراق او افغانستان وگړي دي، په يونان کي بند پاته سول. د دغو مهاجرو ډيرو تلاښ کاوه چي له دې لاري خپل ځانونه د اروپا شمالي هيوادونو ته ورسوي.

ويتساس وويل چي دی هيله من چي مهاجر به تر ماښامه پوري له دې سيمي څخه بيرته ووځي.

Me/af/n.z (Reuters,dpa)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب