1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: د مهاجرو د نوم ليکني او اخراج مرکزونه جوړيږي

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د يونان حکومت پتېيلې ده چي د دغه هيواد په پنځو ټاپوگانو کي د مهاجرو د نوم ليکني او اخراج مرکزونه جوړ کړي. دوی ويلي دي چي د موريا کمپ به وتړي.

https://p.dw.com/p/3XaQ2
Europa Migranten l weitere Flüchtlinge fliehen nach Griechenland
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د يونان حکومت غواړي چي د روان کال په مارچ مياشت کي په ليسبوس، ساموس، خيوس، ليروس او کاس ټاپوگانو کې د مهاجرو د نوم ليکني او اخراج مرکزونه جوړ کړي. موخه دا ده چي په دغو مرکزونو کي د پناه غوښتني پروسه په ۹۰ ورځو کي پای ته ورسيږي.

د يونان د مهاجرت وزير نوتيس ميتارکيس د دوشنبې په ورځ د يونان سکای خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي کمپونه لکه په ليسبوس ټاپو کي موريا کمپ چي ډېر بيروبار دی پکښې و به تړل سي. په يونان کي ځيني مهاجر کمپونه ډېر ډک دي.

ميتاراکيس وويل: «موږ پتېيلې ده چي د دغو کمپونو د جوړيدو کار د روان کال په دوبي کي پای ته ورسيږي او په پام کي لرو چي هره اوونۍ ۲۰۰ مهاجر بيرته ترکيې ته اخراج کړو.»

دغه وزير ويلي دي چي د دغو کمپونو اوسېدونکو ته به اجازه ورکول کيږي چي د ورځي له کمپونو څخه دباندي ووزي او د شپې بيرته راسي.

د يونان حکومت په تيرو څو مياشتو کي د پناه غوښتني قوانين سخت کړي دي او غواړي چي ۱۲۰۰ نور سرحدي پوليس استخدام کړي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۹م کال کي له تيرکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرو تگ د پام وړ زيات سوی وو چي ۷۴۶۰۰ کسانو ته رسېد.

(N.Z/S.R(dpa