يوناما: سږکال په افغانستان کې ۱۲۸۲ ملکيان وژل شوي دي
۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس لیکي چې په وژل شوو ۱۲۸۲ ملکيانو کې ۳۴۰ کسان يې ماشومان دي. په ټپيانو کې بیا د ماشومانو شمیر ۷۲۷ تنه ښودل شوی دی.
د افغانستان له پاره د ملګرو متلونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دوبراه لیونس (Deborah Lyons) وويل: » له هغه وخت راهيسي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل له پاره يو تاريخي فرصت رامنځ ته شوی دی، بل غمجن حقیقت دا دی چې جګړه اوس هم ادامه لري او هره ورځ پکې ملکيانو ته زيان رسي.»
د یوناما په رپوټ کې د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې ۵۸ سلنې عاملین د طالبانو او داعش په شان د حکومت ضد وسله والې ډلې ښودل شوي دي. د ملکيانو په ۲۳ سلنه مرګ ژوبله کې حکومت پلوه ځواکونه مسئول پيژندل شوي دي.
خو په عين وخت کې د ملکيانو په سږنۍ مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې مرګ ژوبلې په پرتله، ۱۳ سلنه کمښت رامنځ ته شوی دی. رپوټ يې د کميدو عمده دليل د بهرنيو ځواکونو او داعش ډلې له لوري په بريدونو کې کمښت ښودلی دی.
خو د يوناما رپوټ زیاتوي چې د حکومتي ځواکونو او طالبانو له لوري د ملکيانو په مرګ ژوبله کې کوم تغييرات نه دي رامنځ ته شوي.
د افغان هوايي ځواکونو په حملو کې د ملکيانو تلفات د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله، درې برابره لوړ شوي دي.
دغه رپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو له پاره هڅې رواني دي چې بايد هرو مرو ترسره شي، خو تر اوسه لا ځيني اختلافات لکه د بنديانو د تبادلې پر سر اختلافات، پر خپل ځای پاتي دي.
امريکا او طالبانو په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې يو تړون لاسليک کړ چې له مخې يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شوې. په دغه تړون کې يوه مهمه موضوع د بندیانو تبادله ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې د افغان سولې له پاره د امريکا ځانګړی استازی، زلمی خليلزاد دوحې او کابل ته تللی، څو د وروستیو بنديانو د تبادلې په اړه رامنځ ته شوي اختلافات حل کړي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز