1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وین: د بشري حقونو په اړه لکچرونه نه منو

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د چین او المان هیوادونو لوړپوړو چارواکو د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د کابینې ګډه غونډه تر سره کړه. په دغه غونډه کي د څو میلیادو یورو په ارزښت پر سوداګریزو پریکړو خبری اتری وسوي.

https://p.dw.com/p/11kl4
د المان او چین د کابینی ګډه غونډه
د المان او چین د کابینی ګډه غونډهانځور: picture alliance/dpa

د دغي غونډي په ترڅ کي خو بیا د چین لومړي وزیر، وین جیا باو، اروپایی هیوادونو ته ګواښ وکړچی د چین په کورنیو چارو کی لاسوهنه ونه کړي.

وین د دوشنبې په ورځ ناوخته برلین ته ورسید. هغه تر برلین مخکی په لندن کي ؤ چيري چي یي د برتانیې د لومړی وزیر، دوید کامرون، سره د 1.6 میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریزي پریکړي لاس لیک کړي. وین په لندن کي د چین لخوا د بشري حقونو د تر پښو لاندی کولو تورونه هم په کلکه رد کړل.

انګلامیرکل، وین او ټول ټال 23 چینایی او المانی وزیران به 22 د همکاریو معاهدي امضا کړي او همدا راز به د څو میلیاردو ایرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه لاس لیک کړي.

الماني چارواکي وایي چي دوی به د چینایي چارواکو سره په خپلو خبرو اترو کي د سوداګریزو پریکړو لپاره د بشري حقونو موضوع له نظره و نه غورزوي.

د المان صدراعظمي، انګلا میرکل، ویلي چي چین او المان د ځینو مسایلو په اړه متفاوت نظرونه لري. هغي زیاته کړي چي ډاډه ده دواړه هیوادونه کولاي شي پر دغو موضوعګانو سره خبري وکړي.

دا په داسي حال کي ده چی وین د سه شنبي په ورځ ویلي ؤ چی هغه به د خپلو اروپایي ملګرو لیګچرونه و نه منی. د چین لومړی وزیر، وین جیا باو، چي په برلین کي یي د ځینو چینایي او المانی سوداکرو سره لیدل وویل:

«چین د هغه سیاسي او پرمختیایي مودل چي د اروپایي هیوادونو لخوا غوره شوی درناوي کوي او غواړی چی اروپایي ټولنه هم د چین د حاکمیت او د دغه هیواد د خلکو د پریکړو او انتخابونو درناوي وکړي.»

دا په داسی حال کي ده چي د یکشنبه په ورځي المان د چین د دولت د منتقد، هو جیا، د خوشی کیدو هرکلی وکړ. جیا څو ورځي وروسته له هغي آزاد کړای شو، چی چینایی هنرمند، آی وي وي، د څه نا څه دری میاشتو توقیف وروسته خپل کور ته ستون شو.

د بشری حقونو د نظارت سازمان هم د المان څخه غوښتی چی د چینایی چاروکو سره د کتني پر مهال د بشری حقونو مسله په خپلو لومړیتوبونو کي راولی.

کله چي انګلامیرکل د چین د لومړی وزیر هرکلی کاوه، یو شمیر مظاهره کونو چي د «تبت» بیرغونه يي په لاس کی درلودل، د «تبت آزاد کړی» شعارونه ورکول.

د المان او چین تر منځ اړیکي په 2007 کال کی وروسته له هغی خړی شوي چي د المان صدراعظمي په خپل هیواد کي د تبت د تبعید شوی مشر، دلای لاما، څخه هرکلی وکړ. دلای لاما ته د چین لخوا د یو ډیر خطرناکه جدايي طلب یاغي خطاب ورکړل شوي دي.

وین همداراز په لندن کي ویلي ؤ چي هیواد به یی د بشری حقونو په اړه نیوکی برداشت نه کړی.

د المان او چین تر منځ سوداګریزي اړیکي په وروستیو کلونو کي ډیري پراخه شوي دي. دغو دواړو هیوادونو په 2010 کال کي د 130 میلیاردو ایرو په ارزښت سوداګریزی اړیکی درلودي.

چین او المان غواړي چي تر 2015 کال پوري خپلي سوداکریزي معاملي د 200 میلیاردو ایرو څخه هم ډیري کړي.

د چین او المان تر منځ امضا شوي نوي قرار دادونه د موټرو، کیمیاوي توکو او د هوا نوردي په برخو کی دي. په همدي حال کي هغه 22 د همکاري معاهدی چی دواړه هیوادونه په یي سره امضا کړي د چاپیریال ساتني، انرژي، د خوړو د خوندیتوب، تعلیم او هنر په برخو کي دي.

د المان لومړۍ وزیري، چینایی سوداګرو سره په کتنی کی ویلي چی المان د هغو چینایی پانګوالو چي غواړي په دغه هیواد کي پانګه اچونه وکړي، هر کلی کوی.

د سوداګریزی مسایلو په خوا کی به میرکل او وین، د نړۍ د نورو سیاسی مسایلو، لکه افغانستان، شمالی کوریا، پاکستان، شمالی افریقا، ایران او سوریي په اړه هم خبری وکړی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل