1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وچکالۍ افغانان د پېسو په بدل کې د لوڼو ورکولو ته مجبور کړي

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

ملگرو ملتونو ويلي دي چې د افغانستان د څو لسیزو تر ټولو ناوړه وچکالۍ په لسونو زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او کورنۍ یې دې ته مجبورې کړي چې د پېسو په بدل کې خپلې لوڼې واده کړي.

https://p.dw.com/p/38yeL
Dürre in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» په حواله په لويديځو ولايتونو هرات، بادغيس او غور کې سږ کال د سختې وچکالۍ له کبله شا او خوا ۲۲۳۰۰۰ کسان له خپلو کليو او کورونو بې ځایه شوي دي.

د ملگرو ملتونو د خوراک او کرهڼي ادارې «ايف ای او» ويلي دي چې خلک د خوراکي توکو د نه شتون له کبله خپل څاروي پلوري او ښارونو ته یې مخه کړې څو مرستو ته لاس رسۍ ولري ځکه په ښارونو کې مرستو او نورو خدماتو ته لاس رسی نسبتاً آسان دی.

خو د يونيسف په حواله ځينې کورنۍ بيا آن ډېرو سختو پريکړو ته مجبوريږي او د پېسو په بدل کې خپلې لوڼې او زامن ودوي. يونيسف د روان ميلادي کال د جولای او اکتوبر مياشتو ترمنځ په هرات او بادغيس کې د ۱۶۱ ماشومانو د ودولو او نامزادولو قضيې ثبت کړي چې له دوی څخه یې ۱۵۵ نجونې او شپږ هلکان ول.

د يونيسف وياندې اليسون پارکر توماس روتيک فاونډيشن ته وويل: «دا په دې تيرو څو لسيزو کې تر ټولو بدتره وچکالي ده.» هغې زياته کړه: «ماشومان د جانبي زيانونو د قرباني کيدو په حال کې دي.»

پارکر وويل چې کورنۍ چې خپل څاروي او نوره شتمني یې له لاسه ورکړي وي،  د ولور په اخيستو سره کولی شي خپل مالي مشکلات يو څه رفع کړي. ځکه له وچکالۍ اغیزمنې ډېرې کورنۍ پوروړي هم وي.

Afghanistan Herat Flüchtlinge
د وچکالۍ له کبله کډوال شوي افغانانانځور: DW/S. Tanha

د Charity World Vision په نوم مرستندويه ټولنې رپوټ ورکړی چې د بادغيس يوه برخه کورنيو په ستمبر مياشت کې وويل چې د وچکالۍ په دې سختو شپو ورځو کې د خپلو لوڼو له ودولو پرته بله چاره نه وه ور پاته. څو وکولای شي په دې پيسو خپلو نورو اولادونو ته يو څه خوراکي توکي رانيسي.

د ياد سازمان له خوا د لوږې او خوراک د تامينو له پاره د کاريدونکي سسټم چې لنډيز یې آي پي سي دی، په حواله تر فيبرورۍ مياشتې پورې به ۱۱ ميليونه افغانان يعني د افغانستان کابو نيمايي کليوالي نفوس د «سختې قحطۍ» سره  مخامخ شي.

د آيي پي سي د اگست مياشتې په رپوټ کې راغلي: «له کلونو راهيسې روانۍ کورنۍ جگړې او بې ثباتۍ او همدا راز د هيواد د ډيرو برخو د کرهڼيزو ځمکو د پامه غورځول شوی وضعيت د دې لامل شوی چې د وچکالۍ اغیزې نورې هم په شديده توگه احساس شي.»

د ملگرو ملتونو په حواله د وچکالۍ له کبله د بې ځایه شويو ترڅنگ د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو له وجې هم روان کال لږ تر لږه ۲۸۲۰۰۰ انسانان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

د بيلا بيلو خيريه ټولنې په جاري کړل شوي دې رپوټ کې چې د يونيسف او سيو دي چلډرن هم پکښې شامل دي، ويل شوي چې د افغانستان د رواني ۱۷ کلنې جگړې له کبله د دغه هيواد د زده کړې سسټم په يوه ډېر خراب حالت کې دی.

په رپوټ کې زياته شوې چې پر ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو د بريدونو په ډېريدو سره له زده کړو څخه د بې برخه پاته شويو شمير په لومړي ځل له ۲۰۰۲م کال راهيسې مخ پر ډېريدو دی.

زموږ له آرشيف څخه: