وينس ښار له سېلاب سره مبارزه کوي
۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبهد سنت مارک ميدان، چې انځور یې د يونسکو د کلتوري ميراثونو پر يوه مشهور پوست کارد چاپ شوی، اوس مهال په سيلاب کې ډوب دې. په لومړی سر کې د سیمی اوسيدونکي او سيلانيان په دې اوبو کې له پلاسیتکي څپلو سره ګرځیدل خو تیر ماښام پکې بيا يوازې پولیس له کښتيو سره ليدل کیدل.
د نيمې شپې لږ څه مخکې د ښاري سرچينو د معلوماتو په حواله دلته د اوبو سطح تر ۱۸۷ سانتی متره پورې ورسيده، چې بیلگه یې له ۱۹۶۶م کال څخه تر اوسه نه وه ليدل شوې. د چارواکو په حواله يوه تن هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې هڅه یې کوله د خپله کوره د سېلابه د اوبو د ايستلو له پاره برقي پمپ روښانه کړي.
د ايتالیې خبري سرچیینو د خبر په حواله په سانت مارکوس کلیسا کې د اوبو سطحه تر ۷۰ سانتي متره پوري رسیدلی ده او دیوالونو ته يې زيان رسیدلی دی. د انسا په نامه ځای خبری رسنۍ سره د خبرو پر وخت د دې سترې کليسا يوه مهندس پيرپولو کامپوسترين وويل :« موږ هڅه کوو چې د دغه زیانونو د ډيريدو مخه ونیسو.» هغه زياته کړه: « اوبه بيرته شاته ځي خو مالګه يې پاتې کيږي.»
ښاروال لويجي بروګینارو د اوبو دغه ډول زیاتوالې بې سارې وباله او هغه يې د يوه ناورين په توګه ياد کړ. هغه بيړني خدمات پر لاره اچولي دي. هغه د فیسبوک له لارې د چهار شنبې په ورځ د بيړيو اقدامات اعلان وکړ او پر حکومت يې د مالي ملاتر غږ وکړ. هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د بيارغونې له پاره له پاره به مالي لګښت زيات وي.» بروګینارو وويل دغه سیلاب د اقليم بدلون له کبله رامنځ ته شوې دی.
په وينس د اوبو د کچې د لوړيدو له کبله وړکتونونه او لومړي ښوونځي تړل شوې پاتې دي. په حالت کي يو څه ښه والې نه تر سترګو کي، ځکه په ټوله ايټاليا کې د چهارشنبې په ورځ هم باران وريږي.
د ونيس د بيړيو خدماتو وړاندې کوونکي ډېر باتجربه دي. دا ښار د خپل موقعیت له کبله مدام له سیلابونو سره مخ وي. په سمندر کي د اوبو د سطحی لوړيدلو حالت ورځ تر بلې کړکیچن کيږي او له اوږدي مودې راهیسې ښاروالي پلان لري چې د اوبو د لوړيدو د مخنيوي يو سیستم رامنځته کړي.