1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وينزويلا: د واک په سر شخړې زور اخيستی دی

۱۳۹۷ بهمن ۶, شنبه

د ونزیویلا د پارلمان مشر خون ګوایدو، چې ځان یې د دغه هیواد ولسمشر بللی دی، د نویو او پراخو مظاهرو د ترسره کولو اعلان کړی دی. هغه غواړي په دې توګه د واک د سپارلو په خاطر پر نیکلاس مادورو فشار ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/3CEoL
Kombibild Venezuela Maduro und Guaido
انځور: Reuters/Handout/M. Palace/C. G. Rawlins

د ونزیویلا د حکومت او ولسمشر د مخالفينو رهبر خوان ګوایدو، د نویو او پراخو مظاهرو په اعلانولو سره غواړي د ونزیویلا له ولسمشر سره د واک ترلاسه کولو پر سر مبارزه سړکونو ته را وباسي. ګوایدو چې ځان یې د دغه هیواد ولسمشر بللی دی تر اوسه پورې د دې هیواد واقعي قدرت په لاس کې نه لري.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ګوایدو اعلان کړی دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به پراخې مظاهرې ترسره شي. نوموړي د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵) په کاراکاس کې خپلو پلویانو ته وویل: «موږ به بیا هم سړکونو ته را ووځو، لاره روښانه ده: د غصب پای ته رسول، موقت حکومت او آزاد انتخابات غواړو.»

د ونزیویلا د پارلمان رئیس خوان ګوایدو د چهارشنبې په ورځ ځان د دې هیواد موقت ولسمشر اعلان کړ او د ولسمشر نیکولاس مادورو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست. امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر د لاتينې امریکا هیوادونو سمدستي هغه د ولسمشر په توګه په رسميت ؤپيژنده.

امریکا ځانګړی استازی وټاکه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو، یو سابقه لرونکی دیپلومات الیوت آبرامز، چې د دونالد ریګن او هم د جورج بوش د واکمنۍ پر مهال یې د بهرني سیاست په برخه کې کار کړی دی، د ونزیويلا له پاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

خو سره له دې ټولو مادورو د ونزیویلا پر وسله والو ځواکونو تکیه کوي او د واک سپارلو ته تیار نه دی. ګوایدو پوځ ته د حکومت د مخالفينو د ملاتړ بلنه ورکړې او ورڅخه غوښتي یي دي چې د دغه هیواد د ولس ترڅنګ ودریږي.

هغه پر خپلو پلویانو د هوډمنتوب غږ وکړ او ویې ویل: «رژیم غواړي د شک او تردید تخم ؤکري او زموږ ترمنځ واټن رامنځته کړي، خو موږ تر بل هر وخت پياوړي یو... ونزیویلا ویښه شوې ده، څو خپل خوبونه په حقیقت بدل کړي. هیڅ څوک به تسليم نه شي.»

Venezuela Proteste  in Caracas
په ونزیویلا کې په دې وروستیو څو ورځو کې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. انځور: picture-alliance/AA/M.P. Del Carpio

د مذاکراتو د غوښتنې ځواب

نیکولاس مادورو یو وار بیا خبرو اترو ته خپله امادګي ښودلې ده، خو خوان ګوایدو ویلي دي چې یوازې مشروطو خبرو اترو ته تیار دی. ګوایدو ویلي دي: «هیڅ څوک نا سمو خبرو اترو ته تیار نه دی... یوازې د غیر مشروع واک د پای ته رسولو او آزادو انتخاباتو په هکله به خبرې اترې وشي».

مکسیکو د ونزیویلا په معضله کې د منځګړتوب له پاره خپل تیاری ښودلی دی، خو په دې شرط چې دواړه خواوې په دې اړه خپلې غوښتنې اعلان کړي.

په دې وروستیو څو ورځو کې د ونزیویلا د حکومت ضدو مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه هیواد د بشري حقونو سازمان «فورو پنال» وایې چې ۳۶۹ تنه نیول شوي دي. ګوایدو د حکومت له مخالفينو څخه غوښتي دي چې خپله روحیه وساتي. هغه وویل: «دوی کولی شي چې اوبه خړې کړي، خو د پسرلي د راتګ مخه نه شي نیولی.»

امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده. آلمان هم د دې غوښتنې ملاتړ کړی دی.

مادورو اعلان کړی دی چې دغې غونډې ته به خپل د بهرنیو چارو وزیر واستوي. هغه ویلي دي: «موږ د امنیت په شورا کې د بحث او سلا مشورو هرکلی کوو، څو په ونزیويلا کې د امپریالیزم دخالت ته په ښکاره ډول ماته ورکړو. موږ تیار یو».