ولې یو ځوان د خپلې معشوقې تر لومړي دیدار وروسته زنداني شو؟
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهد اوکراين د پولیسو په حواله د دغې ۸۲ کلنې ښځې جسد په یوې لويې پلاستیکي کڅوړه کې تر ځای پرځای کېدو وروسته په آلمارۍ کې پټ ساتل شوی وو.
د اوکراين په کیف ښار کې یوه ۲۳ کلن ځوان چې خپله نیا (انا) یې وژلې وه، ورپسې هغه نجلۍ هم ګواښلې وه کومه چې يې خپل کور ته وربللې وه.
سیمه ایزو رسنیو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې ځوانه نجلۍ په تېښتې بریالۍ شوې ده او پولیسو ته یي د موضوع په اړه تلیفوني اطلاع ورکړې ده. دغه ۲۳ کلن ځوان وروسته په خپل کور کې نیول شوی دی.
د پولیسو په خبره نیول شوي ځوان د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی دی چې لومړی یي له خپلې نیا سره د یوې چوکۍ پر سر جنجال کړی او وروسته یي هغه زندۍ یا خفه کړې او وژلې ده. دغه ځوان په انټرنټ کې د ملګرې یا دوست موندنې د ویب پاڼې له لارې له دغې نجلۍ سره په ارتباط کې شوی وو.
دویچه ویله درې/ ش.ن/ن.ص