1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ولې لس کاله پخوا په سويس کې د جومات منارونه منع شول؟

۱۳۹۸ آذر ۸, جمعه

لس کاله پخوا سويسيانو د مسجدونو منارونو منع کولو ته رايه ورکړه. له هغه وخت راهيسې د مسلمانانو ټولنو خپلو عامه فعاليتونو ته زور ورکړی دی. خو د ۲۰۰۹ کال پرېکړه اوس هم دردونکې ده.

https://p.dw.com/p/3Twu9
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Imago Images

پاسکال ګمپرلي چې د سويس د اسلامي چتري سازمان د فدراسيون وياند دی وايي چې هغه د «څپېړې» په څېر يوه پرېکړه وه کله چې لس کاله پخوا ۵۷،۵ سلنه وګړو په سويس کې د منارونو منع کولو ته رايه ورکړه. د هغه په اند پايله يې دا ده چې «دغه ممنوعيت هيڅ کومه ستونزه نه حلوي.»

هغه زیاتوي: «بر عکس ډېر مسلمانان هغه د توپيري چلن له مخې بولي.»

د هغه په خبره که په رښتيا سره په اسلامي ټولنو کې ستونزې موجودې وي، نو هغه خو «هرومرو کوم منار يا برج پورې اړه نه لري».

د الپ په غرونو کې پروت د سويس هېواد د مسلمانانو ټولنو د ۲۰۰۹ کال د نومبر مياشتې له پای راهيسې تصميم نيولی دی چې د عامو خلکو پوهاوي ته ملا وتړي. له دې کبله عامه او معلوماتي فعاليتونه یې ډېر کړل او په پر له پسې شکل غير مسلمانان هم مسجدونو ته وروبلل شول. له دې اړخه د ښاغلي ګمپرلي په وينا د منارونو په هکله رايې اچونې يوه ښه اغیزه هم لرله. په خبره یې مسلمانان له دې کبله لا ښه سره منظم شوي دي. خو د دغه ۴۱ کلن سړي په اند رسنيو له اسلامي ټولنو سره د هرې شخړې پر مهال د هغوی له استازو سره ناوړه چلن کړی دی، په دې معنی چې ډېرې نيوکې به ورباندې کېدلې.

د عامو اړيکو دغه کارپوه چې خپله يې د اسلام دين منلی دی، وايي چې هغه نه غواړي چې له دغسې شخړو او ستونزو څخه سترګې پټې کړې، خو هغه له دې سره مشکل لري چې «اسلام» په ټوليزه توګه په منفي ډول ښکاره کيږي. دغه کار د هغه په خبره د منارونو د ممنوعيت له کمپاين د مخه هم شوی دی. د سويس د مسلمانانو د فدراسيون وياند، وايي چې «کله چې په يوه ټولنه کې ستونزې موجودې وي، نو ورسره وړ چلن کوو څو د حل لاره ورته پيدا کړو.»

د هغه به نظر د جوماتونو د منارونو منع کولو ته د «هو» رايې کارول په هېواد کې د مسلمانانو پر ژوند ناوړه اغېزې او پايلې لري. سره له دې چې ځوان مسلمانان اوس لا زيات فعال شوي دي، خو په عين وخت کې نور نه غواړي چې ځانونه د مسلمانانو په حيث ډېر ښکاره کړي. له دې کبله په ورځني ژوند کې د مسلمانانو تر منځ د «سلام ويلو» ورځنی کار هم راکم شوی يا دا چې ميندې پلرونه د خپلو بچيانو له پاره داسې نومونه انتخابوي چې په لومړۍ کتنې او سمدلاسه ډېر اسلامي نه برېښي. د ګمپرلي په خبره «له بده مرغه له عامه محضر څخه شاتګ هم ليدل کيږي.»

د برقعې په اړه بل تند بحث

د برقعې د منع کولو په اړه بل ناندرئيز بحث ته په کتو سره نوموړی بيا هم دې پايلې ته رسيږي چې د سويس بشپړې ټولنې هم يو څه زده کړي دي ځکه چې نن سبا د دغسې سوالونو په هکله ډېر هر اړخيز بحثونه کيږي.

امام بکيم عالمي چې د ويل ښار د البانيايي مسجد مشر دی، د منارونو د ممنوعيت له کبله کومې منفي پايلې نه ويني. په ۲۰۱۷ کال کې په ويل کې يو نوی مسجد د ليدنې کتنې له يوه مرکز سره مل پرانيستل شو. له وړاندې طرح شوی منار بيا ورسره جوړ نه شو. د عالمي په خبره دغه کار نه د هغه د ټولنې له پاره او نه د دين او الهياتو له نظره کوم محدوديت له ځانه سره درلود.

د لوڅرن پوهنتون د ديني څېړنو د مرکز څېړنې هم دغه نظر تائيدوي چې له مخې يې د ۲۰۰۹ کال د ممنوعيت پرېکړې د سويس د مسلمانانو په ورځني ژوند کې تقريبا هيڅ تغيير نه دی راوستی. د دين د چارو کارپوه، اندرياس تونګر زانتي له علمي حلقاتو څخه هم هغه غبرګونونه ښه په ياد لري کله چې په سويس کې د منارونو د منع کولو پرېکړه شوه. د هغه په خبره «سويس د هغه هېواد په توګه شهرت وموند چې منارونه يې منع کړي دي. ډېرو خلکو يوازې د ]نه منلو[ سر ورته ښوراوه.»