1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې د پاکستاني مهاجر لوي شمير

۱۳۹۶ بهمن ۱۵, یکشنبه

د روان ميلادي کال په پيل کې له ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې اروپا ته د رسيدلو مهاجرو شمير لوړ شوی دی. په دوي کې د پاکستاني مهاجرو شمير ښکاره او لوړ دی.

https://p.dw.com/p/2s6Tx
Griechenland Lesbos pakistanische Flüchtlinge
انځور: Jodi Hilton

د مهاجرو نړيوالې ادارې (آی.او.ام) په حواله، د نوي ميلادي کال پيلدو سره سم، د ليبيا له ساحلونو څخه اروپا پر لور مهاجرتونه زيات شوي دي. يوازې د څو تيرو ورځو په منځ کې شپږ زره مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته رسيدلي دي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه د اروپايي ټولنې او ترکې ترمنځ تړون لاسليک او عملي شو، اروپا ته تلونکي مهاجر ليبيا ته مخه کړې او د دغه هيواد له ساحلونو څخه د مديترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته رسوي.

ساحلي ساتونکو څخه د اروپا ملاتړ

اروپايي اتحاديې تيرکال د ليبيا د ملي وحدت حکومت په همکارۍ د ليبيا د ساحلي ساتونکو د روزنې چارې پيل کړې. سربيره پر دې د ليبيا حکومت څخه ملاتړ کوونکې مليشي هم اروپا ته د مهاجرتونو مخنيوي کوي. د دغو اقداماتو راورسته په ۲۰۱۷ کال کې د مهاجرو په شمير کې هم په واضح ډول کموالی رامنځ ته شو، خو د بشر حقونو سازمانونو د دغو مليشو په تړاو پر وار وار اروپايي اتحاديې باندې سختې نيوکې کړي دي.

د آلمان د عامه خدماتو رسنۍ (اې.آر.ډي) په خپل يو رپوټ کې د نړيوالو بشري سازمانونو په حوالې ليکلي دي چې په روان کال کې د مهاجرو په شمير کې د زياتولي يوه وجه په ليبيا کې د يو باثباته حکومت نه شتون هم دی. د رپوټ پر وينا دغه حکومت د هيواد پر ټولو سيمو کنترول نلري او دغې مسئلې مرسته کړې چې انساني قاچاقبران د همدا ډول سيمو څخه مهاجر په کشتيو کې اروپا پر لور وليږدوي.

د پاکستاني مهاجرو شمير ولې لوړ دی؟

د جمعې په ورځ د ليبيا په ساحلو کې د مهاجرو د يوې کشتۍ د ډوبيدو په پيښه کې له نوي څخه زيات مهاجر ډوب شول. د رپوټونو پر اساس په دغو کسانو کې تر ټولو ډير يې پاکستانيان ول. اي آر دي، د مهاجرت نړيوالې ادارې د وياند جول ملمان له قوله ويلي دي انساني قاچاقبران د پاکستان او بنګله ديش په شان هيوادونو څخه مهاجر لمړی عربي متحده ايالتونو او بيا يې لیبيا ته ليږدوي.

ملمان د ليبيا څخه اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو په ډله کې د پاکستاني مهاجرو د شمير د زياتيډو په اړه وويل چې ليبيا په وروستيو څو لسيزو کې د پاکستاني اتباعو له پاره د کاروبار پر يو مهم ځای اوښتی دی او په دغه ملک کې ډير شمير پاکستانيان له ډيرو کلونو راهیسې ميشت دي.

نور وجوهات

د (آی.او.ام) د وياند په وينا څرنګه چې انساني قاچاقبران له ترکيې او عربي اماراتو څخه په ډير شمير کې مهاجر ليبيا ته انتقالوي، همدا ډول دننه په ليبيا کې هم هغه پاکستاني مهاجر چې له اوږدې مودې په دغه هيواد کې ميشت دي د ناسم وضعيت د شتون له امله د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته مهاجرتونه کوي.

دغه اوږده سمندري لاره په عين حال کې ډیره خطرناکه هم بلل کيږي. د مهاجرت نړيوالې ادارې (آی.او.ام) په وينا د روان ميلادي کال يوازې په څو لمړنيو ورځو کې له ۲۵۰ تنو څخه زيات مهاجر سمندر کې د ډوبيدو له امله مړه شوي دي. تراوسه پورې پر دغې لارې د مړو شويو مهاجرو شمير له ۱۳ زرو څخه هم اوښتی دی.
 

 DW Urdo/ م.ک.ص

په ورته موضوع انځوريز البوم: