1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د دویچه ویله په انترنيتي پاڼه کې لږ بدلون راغلی؟

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

د دويچه ويلې انترنيت پاڼه اوس نوې بڼه لري چې پر نا محدود لاسرسي او داسې دیزاين تمرکز کوي چې د کارولو او لټون طريقې ته وده ورکوي. د دویچه ويله مدیر مسووله مانوېله کاسپر کلیرېج دلته يو څو مهم بدلونونه تشريح کړي دي.

https://p.dw.com/p/4a8v8
د دويچه ويلې انترنت پاڼه اوس نوې بڼه لري چې پر نامحدود لاسرسي او داسې دیزاين تمرکز کوي چې د کارولو او لټون طريقه اسانوي.
د دويچه ويلې انترنت پاڼه اوس نوې بڼه لري چې پر نامحدود لاسرسي او داسې دیزاين تمرکز کوي چې د کارولو او لټون طريقه اسانوي.انځور: DW

د دويچه ويلې انترنیت پاڼه اوس نوې بڼه لري چې پر لامحدود لاس رسي او داسې دیزاين تمرکز کوي چې د کارولو او لټون طريقې ته وده ورکوي. د دویچه ويله مدیر مسووله مانوېله کاسپر – کلیرېج دلته هغه يو څو مهم بدلونونه چې زموږ مخاطبین یې تمه لري، تشريح کړي دي.

زموږ د انترنیتي پاڼې د ديزاين ډلې څو میاشتې کار کړی څو يوه نوې څيره يا بڼه، تازه او بهتره شوې طراحي خپلو کاروونکو او مخاطبینو ته وړاندې کړل شي. غواړم دلته راغلي يو څو بدلونونه تاسې ته در وپيژنم.

شموليت او بې له خنډه لاسرسي زموږ د پاڼې د تازه ډیزاين د پراختيا او نوې طراحۍ له پاره مرکزي اهميت درلود. په راتلونکي کې به زموږ د انترنیت پاڼو محتوا د بشپړ لاس رسي وړ وي چې معلوليت لرونکي کسان به هم وکولای شي هغه ته لاس رسی ولري. زموږ د انترنیت پاڼې او اپليکيشنونو فني وړتيا د ښې کارونې په موخه لا پسې ښه شوې ده.

د ډيزاين د ښه کيدو له برکته تاسې کولای شئ مطلوب معلومات ژر ترلاسه کړئ. موږ همدا شان د خپلو پاڼو فونټ يا ليکبڼه هم بدلوو څو یې تاسې په آسانۍ سره ولوستلای شئ.  د انترنیتي پاڼې په مينوګانو يا بک ګرونډ [پس منظر] کې بصري سمونه د روښانه بڼې تضيمن کوي او په ټوليز ډول د باوري سرچېنې په توګه زموږ پيژندنه لا پسې پياوړې کوي.

د محتوا په ښه شان او ژر موندل

زموږ د پاڼې رنګونه او انفوګرافيکونه هم بدل شوي دي. شوخ او متحرک رنګونه او ګرافيکونه به ستاسې د خوښې وړ وګرځي چې پيچلي معلومات په داسې بڼه وړاندې کوي چې د پوهيدو وړ وي. 

موږ غواړو چې زموږ منځپانګه ژر او لا ډېره د پيژندنې وړ وي او دا چې تاسې په راتلونکي کې زموږ د انترنیت پاڼې او اپيليکشنونو له کارونې څخه لا ډېر خوند واخلئ. د dw.com د صفحو نوې بڼه يې پېل دی او په راتلونکي کې به پر هغو پليټ فارمونو کې نور تغيرات هم راشي چې زموږ منځپانګه پکې خپريږي.

د دويچه ویله د ډیزاین د نورې ودې په موخه مو تجربې او نظرونه له موږ سره شريک کړئ. موږ ستاسې نظرونو ته سترګې په لار يو.