ولې تر اوسه د توبرکلوز اغيزمن واکسين نه دي موندل شوي؟
۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سهشنبهد ملگرو ملتونو په حواله په نړۍ کې هر کال تقريباً ۴۸۰ زره کسان په توبرکلوز يا نري رنځ اخته کيږي. اوسهمال په ټوله نړۍ کې کابو ۱،۷ ميليارد انسانان د دې مرض په ميکروب ککړ دی چې دا د نړۍ د ټول نفوس کابو يو پر څلورمه برخه ده. له دې انسانانو څخه یې تقريباً ۱۰ سلنه بيا د ژوند په اوږدو کې په دې مرض اخته کيږي.
په توبرکلوز اخته هر دويم ناروغ بې تداوۍ له دغه مرضه مري. خو دا په دې پورې هم اړه لري چې د توبرکلوز تداوي په سمه توگه کيږي او که نه؟ که چیري درملنه سمه پر مخ ولاړه شي نو په دې مرض بيا د مړينې خطر ډير کميږي. خو په ټوله نړۍ کې اوس هم هر کال کابو ۱،۷ ميليونه انسانان د دې مرض له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې توگه نری رنځ تر ټولو وژونکی، ساري ميکروبي مرض دی.
دا چې سړی څرنگه په دې پوهيدلای شي چې د دې مرض ميکروب په وجود کې لري، په هلکه یې په برلين کې د ميکروبي بيولوژۍ د ماکس – پلانک – انستيتويت مشر او د برلين په پوهنتون پورې د مربوط روغتون شاريتې د مايکرو بيالوژۍ او د ايموني بيالوژۍ استاد شتيفان کاوفمن وايي: «د دې مرض په ميکروب د ککړيدو احتمال په دې پورې اړه لري چې سړي څومره وخت په هغو سيمو کې تير کړی چې دا ميکروبي او ساري ناروغي پکښې خپره وي.»
د نوموړي په خبره په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې یې خطر ډير کم دی. خو په دې ناروغۍ د اخته کيدو خطر هغه وخت زياتيږي چې سړی د مثال په توگه د جنوبي افريقا ټاون شپ ښار او يا د هند د کلکتې فقیر ميشتو سيمو ته ورشي.
د نري رنځ واکسين
ولې موږ لکه د والگي پر ضد د مقاومت کولو له پاره چې واکسين کوو، د توبرکلوز واکسين نه کوو؟ شتيفان کاوفمن په دې اړه وايي: «ځکه د مصونيت هغه غبرگون چې زموږ وجود یې د توبر کلوز پر وړاندې کوي، د هغه غبرگون په مقابل کې ډير پيچيدلی دی چې زموږ بدن یې د والگي د ميکروب يا نورو ورته ناورغيو پر وخت کوي.» د نوموړي په آند موږ تر نن ورځې په دې نه پوهيږو چې څرنگه د توبرکلوز د ميکروب پر ضد د انسان د بدن «ايموني ځواب» يا غبرگون قوي کړو.»
د کاوفمن په آند همدا وجه ده چې تر اوسه په لويانو کې د توبرکلوز د کنترول له پاره موثر مواد نشته. يوازې يو ډول مواد لرو چې د ماشومانو او يا نويو زيږيدلو مرسته کولای شي.
د انتي بيوتيک په مقابل کې مقاومت
د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله توبرکلوز يا نری رنځ هغه ناروغي ده چې تداوي یې د دې له امله ستونزمنه شوې چې ځينې ډولونو یې د انتي بيوتيک په مقابل کې مقاومت پيدا کړی دی. د کاوفمن په خبره دغه ډولونه له نظري اړخه خو د تداوۍ وړ دي خو په عمل کې ثابته شوې ده چې درملنه یې ممکنه نه ده: د توبرکلوز په مقاوم ډول اخته مريضان بايد په دوو کلونو کې په دوامداره توگه کابو ۱۵۰۰۰ گولۍ وخوري. دا ډير زيات درمل دي. يعني سړی ويلای شي چې د نري رنځ د ډولونو پر ضد مبارزه ډيره ستونزمنه ده.
د مقاومو ميکروبونو ستونزه په ټوله نړۍ کې پر پراخيدو ده. د توبرکلوز په برخه کې هم همدا خبره صدق کوي. بله د انديښنې وړ خبره داده چې د توبرکوکلوز د دې ډولونو د خپريدو مخه نيول هم مشکل دي، ځکه دا ميکروب هم لکه د نورو په څير سرحدونه نه پيژني او اروپا ته هم رسيدلي دي.
د شتيفن کاوفمن په خبره، د توبرکلوز په بشپړه توگه له منځه وړل زموږ يو د اوږدې مودې هدف دی خو دا کار به ډير وخت ونيسي. دی زياتوي: «زه فکر کوم چې موږ ۳۰ او يا ۵۰ کلونو ته اړتيا لرو، څو د توبرکلوز د پيښو شمير راټيت کړو. خو د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) تمه لري چې دا هدف به تر ۲۰۳۰م کاله پوري ترلاسه شي.»
په هند کې د توبر کلوز نوې څيړنه
هند د نړۍ هغه هيواد دی چې په ځانگړي ډول د نري رنځ له کبله کړيږي. د اټکلونو پر اساس هلته کابو يو ميليون انسانان په دې مرض اخته دي. همدا راز په هند کې د مقاومو ميکروبو شمير هم په چټکۍ سره مخ پر زياتيدو دی.
په برلين کې ميکروبي بيولوژۍ د ماکس – پلانک – انستيتويت مشر او د برلين په پوهنتون پوري د مربوط روغتون شاريتې د مايکرو بيالوژۍ او د ايموني بيالوژۍ استاد شتيفن کاوفمن په دې وروستيو کې په هند کې له يوه نوي واکسين سره يوه نوې څيړنه پيل کړې ده. نوموړی په دې اړه وايي: «که چيري مو کلينکي آزموينې کاميابې پر مخ ولاړې شي، نو داسې يو واکسين به مو موندلای وي چې پر لويانو به هم اغيز ولري. دا به زما له پاره د يوه ستر خوب د پوره کيدو په معنا وي.»
Andreas Neuhaus(B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: