1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ولې امریکایي ځواکونه له عراق څخه وځي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

دا چې وار په وار زیات شمیر امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي د تعجب وړ خبره نه ده . دغه څه د کرونا ویروس له وبا سره هم اړیکه نه لري. خو د آلماني ځواکونو په مورد کې بیا قضیه بل ډول ده.

https://p.dw.com/p/3aBoA
Irak Aufräumarbeiten auf dem US-Stützpunkt Ain al-Assad
انځور: picture-alliance/dpa/A. Abdul Hassan

د عراق په شمال کې د کرکوک ښار ته څیرمه پر یوې پوځې اډې باندې د توغندیو تر برید درې میاشتې وروسته د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د داعش ضد پوځي ائتلاف له دغه ځایه خپل ځواکونه راایستلي. د دغه ائتلاف یوه ویاند ویلي دي چې د K1ام پوځی اډه چې تر اوسه پکې امریکایي او عراقي ځواکونه مستقر ول، تخلیه شوې. زیاته شوې ده چې د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تجهیزات عراقیانو ته ورکړل شوي. د متحده ایالاتو په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند زیاته کړې چې له دغه اډې څخه ۳۰۰ کسان راایستل شوي چې پکې د متحده ایالاتو د اردو او سمندري ځواکو عسکر هم شامل دي.

K1 دریمه پوځي اډه ده چې د متحده ایالاتو په مشرۍ پوځي ائتلاف ترې په روانه میاشت کې خپل عسکر راباسي. تر دې دمخه دغه ائتلاف د عراق – سوریې پولې ته څیرمه د القایم او همداشان د عراق په لویدیځ کې یوه بله پوځي اډه هم عراقیانو ته سپارلې وه. د دغه ائتلاف یوه ویاند پر دې ټینګار کړی دی چې «له اوږدې مودې راهیسې دغه پلان شوی ګام د عراق له حکومت سره همغږی شوی وو.»

د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې په وروستیو کې کرکوک ته څیرمه په K1 پوځي اډې باندې تر ۳۰ زیات توغندي توغول شوي وو. په دغه برید کې یو امریکایي تبعه وژل شوی وو او نور څو تنه ټپیان شوي ول. متحده ایالاتو د دغه برید له پاره د ایران له ملاتړ څخه برخمنه عراقي ډله «کتائب حزب الله» مسووله ګڼلې وه. د دې په غبرګون کې په عراق او سوریه کې د دغه شیعه ملیشې تأسیسات په نخښه شوي وو، چې په پایله کې یې د ۲۵ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی وو. تر دې څو ورځې وروسته د بغداد هوایي اډې ته څیرمه د ایران یو جګپوړی جنرال قاسم سلیماني د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

په موقتي توګه له عراق څخه راوتل

د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د آلمان پوځ په عراق کې د خپلو ځواکونو یوه برخه بیرته خپل هیواد ته راولي. د دغه ماموریت مشرتابه د آلمان په پارلمان کې د دفاعي چارو کمیټې ته خبر ورکړی چې د هغو ځواکونو په راایستلو پېل شوی دی چې اوسمهال ورته د اساسي ماموریت په برخه کې هرومرو اړتیا نه شته. په دې ترڅ کې لومړني عسکر د یکشنبې په ورځ آلمان ته رارسیدلي دي. آلمان په دغه هیواد کې یو روزنیز ماموریت پرمخ بیایي.

(sr/ms (dpa, ap