1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه ډیر شوي دي؟

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

آیا د طالبانو له خوا پر رسنیو باندې بندیزونه په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی لا پسې سختوي او طالبان ولې په دوامداره توګه پر رسنیو باندې محدودیتونه وضع کوي؟ د پخلاینې په دې خپرونه کې په افغانستان کې د جنوبي اسیا د خبریالانو د ټولنې مشر ضیا بومیا، او د پوهنتون استاد قاضي نجیب الله جامع، دي.

https://p.dw.com/p/4KR6e

د طالبانو حکومت په افغانستان کې «د آزادۍ راډیو او امریکا غږ» خپرونې بندې کړي دي. طالبان ادعا کوي چې دغې رسنیو «ژورنالیستیک اصول په پام کې نه نیول» نو ځکه یې دغه پریکړه کړې ده. خو طالبانو تر دې مخکې د دویچه ویله په ګډون د نورو داسې رسنیو خپرونې هم بندې کړې وي چې له افغانستان څخه بهر د دې هیواد له پاره خپرونې کوي. پر دې سربیره طالبانو د افغانستان پر نورو رسنیو باندې هم محدودیتونه وضع کړي دي. آیا د طالبانو له خوا پر رسنیو باندې بندیزونه په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی لا پسې سختوي؟ د پخلاینې د دې اونۍ په خپرونه کې له خپلو میلمنو سره پر دغو او نورو پوښتنو باندې بحث کوو. مېلمانه مو په افغانستان کې د جنوبي اسیا د خبریالانو د ټولنې مشر ضیا بومیا، او د پوهنتون استاد قاضي نجیب الله جامې، دي.

د About the show له برخې تیريدل

About the show

DW Aashti Studio
انځور: DW

د پخلاینې خپرونه

د دویچه ویله د آشتي یا پخلاینې په اوونیزه ژوندۍ خپرونه کې د افغانستان د اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او نورو مهمو موضوعاتو په هکله له چارواکو او کارپوهانو سره بحث کیږي. خپرونه هره جمعه پر فسبوک او یوټیوب په ژوندۍ بڼه خپریږي.