1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ولی اسلامي نړۍ له مسلمانانو سره د چين پر چلند خاموشه ده؟»

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

ترکي الاصله آلماني فوټبالیست میسوت اوزل په چين کې د ایغور مسلمانانو په هکله د چپ پاتې کیدو له کبله، پر اسلامي نړۍ سخته نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3UnoG
Mesut Özil West Ham United vs. Arsenal
انځور: Getty Images/Ch. Crowhurst

د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني ستوري میسوت اوزل په چین کې پر ایغور مسلمان اقلیت د حکومت له خوا د ظلم او تیري په مقابل کې د چپه خوله پاتې کیدو له امله، د نړۍ پر مسلمانانو سخت انتقاد کړی دی. د اطلاعاتو مطابق د چين په سنکیانګ ایالت کې یو میلیون مسلمان په جبري توګه کمپونو کې ساتل شوي دي.

د جمعې په ورځ د انګلستان پریمیر لیګ کې د آرسنل لوبډلې استازیتوب کونکي ۳۱ کلن اوزل له خوا په خپاره شوي بیانیه کې ویل شوي دي چې هغه له ایغور مسلمانانو سره خپل پيوستون څرګندوي. نوموړي وویل: «قرآن کریم وسوځول شو، جوماتونه بند کړای شول، د مسلمانانو پر ښوونځیو بندیز ولګول شو. زمونږ مسلمان ورونه په زوره کمپونو ته انتقال کړای شول.»

اوزل په ترکي ژبه په خپل تویتر او انستاګرام کې لیکلي دي: «مسلمانان خاموشه دي. د دوی غږ نه اوریدل کیږي.» د دې پيغام په بیک ګراونډ کې په کم رنګه آبي رنګ کې سپين حلال ښکاره کیږي. ایغور بیلتون خوښونکي دا په راتلونکي کې د ختیځ ترکستان د یوه آزاد هیواد بیرغ بولي.

د انګلستان فوټبال لوبډلې آرسنل د اوزل له دې پيغام څخه ځان جلا کړی دی. د دې کلب له خوا د خپاره شوي یوې بیانیي په حواله د اوزل دا خبرې د هغې شخصي دي. په دې بیانیه کې زیاته شوې ده چې د آرسنل کلب د هیڅ ډول کومې سیاسي وینا برخه جوړیدل نه غواړي.

په چين کې د ایغور مسلمانانو د ذهنیت اړولو په خاطر پر جوړو شویو کمپونو د نړیوالې ټولنې له خوا هم انتقادونه شوي دي. د څارونکو په حواله په دې کمپونو کې هڅه کیږي چې مسلمانان په سیمه کې د اکثریت لرونکي بان کلتور پر لور ترغیب کړای شي.

خو د چین حکومت بیا وایي چې د دې کمپونو جوړول په اصل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې د تګلارې یوه برخه ده او په دې کمپونو کې خلک د افراطیت له نظریي څخه لیري ساتل کیږي. د بجینګ حکومت دا کمپونه تعلیمي مرکزونه بولي.

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا