1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په آلمان کي له ۳۰۰ کسانو څخه تابعيت بيرته اخيستل سوی؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبه

په حقيقت کي په آلمان کي د تابعيت ترلاسه کولو له پاره اصلي هويت اساسي شرط دی. خو داسي هم پيښيږي چي يوه خارجي ته چي اصلي هويت يي معلوم نه وي او يا غلط وي، آلماني تابعيت ورکړل سوي وي. خو دا يوه عامه پديده نه ده.

https://p.dw.com/p/3HcZ1
Deutschland Einbürgerungsurkunde
انځور: picture-alliance/dpa/S. Jansen

د تابعيت په قانون کي له بدلون راهيسي څه د پاسه ۳۰۰ کسانو خپل آلمانی تابعيت، د درغليو، رشوت او يا هم د ځان په هکله ناسمو معلوماتو ورکولو له امله بيرته له لاسه ورکړی دی.

دغه معلومات د جرمني د رسنيو آژانس ددغه هيواد د کورنيو چارو وزارت له خوا تر لاسه کړي دي.

د۲۰۰۹م کال له فيبروري مياشتي راهيسي کيدای سي يو څوک تر پنځو کلونو پوري د آلمان تابعيت له دې وجي بيرته له لاسه ورکړي، چې دوسيه د درغليو، اخطارونو، رشوت ورکولو او يا هم د ځان په هکله غلطو يا نيمګړو معلوماتو په ورکولو سره يې دوسيه اغيزمنه سوې وي.

خو که له هغوی څخه د تابعيت اخيستل يي د کورنۍ پر نورو غړو هم تاثير ولري بيا نو له يو څه نرمښت څخه کار اخيستل کيږي او هغه هم په کورنۍ کي د کوچنيانو حالت ته په کتو سره.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت غواړي د روان کال د مني په سر کي لا په دې اړه قانون کي د بدلون له پاره يوه مسوده وړاندي کړي. په هغه کي د پنځو کلونو پر ځای لسو کلونو ته د دغې مودې اوږدول په پام کي نيول سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په حواله چارواکو ته هغه وخت زياتره دغه پيښې رسوا سوې چي د آلماني تابعيت لرونکو کسانو پس له پنځو کلونو غوښتل خپل هويت اصلاح کړي، ترڅو د مثال په ډول د واده کولو له پاره نوي اسناد وړاندي کړي.

په دې ډول په بايرن ايالت کي له ۲۰۰۹م کال راهيسي د تابعيت قانون د بدلون په عملي کيدو سره، ۸۵ کسانو تر ټاکل سوي پنځو کلونو وروسته په دې اړه خپلي غوښتني اعلان کړي دي.

د بادن وورتمبيرګ ايالت عالي محکمې په ۲۰۱۳م کال کي د تابعيت د بيرته ورکولو په هکله د هغه يوه پاکستاني دعوی ومنله چي نه يي غوښتل خپل تابعيت له لاسه ورکړي.

هغه په ۱۹۹۵م کال کي د يوه افغان په توگه د پناه غوښتنه کړې وه. په ۲۰۰۴م کال کي يي د غلط هويت پر اساس آلماني تابعيت ترلاسه کړ. په ۲۰۱۱م کال کي يي غوښتل خپل د هويت اسناد بيرته تصحيح کړي. دغه پيښه د لايپڅيگ عالي محکمې هم وڅيړله او پريکړه يي وکړه چي د نوموړي تابعيت دي همداسي اعتبار ولري.

(G.P/N.Z(dpa