1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي يوې امريکايۍ غوښتل د توپ ګولۍ له ځان سره الوتکه کې ويسي؟

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

يوه امريکايي سيلانۍ د ويانا په هوايي ډګر کې په دې دليل ۴ زره يورو جريمه شوه چې غوښتل يې د دوهمې نړيوالۍ جګړې د توپ يوه مرمۍ د «سوغات» په توګه له ځانه سره په الوتکه کي انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/31JUy
Österreich Wien Touristin mit Granate am Flughafen
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/APA/LPD Niederösterreich

اطريشي چارواکي هغه مهال هک پک شول چې دغې ۲۴ کلنې امريکايي سيلانۍ د ويانا په هوايي ډګر کې د مشتريانو د خدماتو څانګې کارکونکو مخ ته د توپ موندلې ګولې کيښوده او له هغوی يې وپوښتل چې آيا کيدای شي دغه «سوغات» په خپل پرواز کې له ځانه سره يوسي.

چارواکي د ګولۍ په ليدو، په ډيره چټکۍ د چاوديدونکو موادو د شنډولو څانګې ته تيلفون کوي تر څو يې د توپ دغه ګولۍ يا بم شنډ کړی وي.

په دې اړه رپوټ کې ويل شوي دي چې دغه پيښه د دې سبب شوه چې د رسیدولو مسافرو او د هغو د بيکونو د ليږد سالون تر ۱۵ دقيقو پورې وتړل شي.

خو پوليسو ډاډ ورکړی دی چې په پيښه کې هيڅ مسافر ته ګواښ پېښ شوی نه دی.

ويل شوي دي چې دغه امريکايي سيلانۍ د څارنوالانو له خوا د غفلت له امله ۴۰۰۰ يورو (۴۶۹۴ امريکايي ډالر) جريمه شوې ده.  

هغې په اصل کې داسې فکر کړی وو چې و به شي کړای دغه زړه ګولۍ د سوغات په توګه له ځانه سره خپل کور ته ويسي.

د کرونه ورځپاڼې په حواله، دغې ۲۴ کلنې امريکايۍ سيلانۍ، د توپ دغه ګولۍ يا «يادګار» په اتريش کې د پلې چکر وهلو پر مهال موندلې وه.

د رپوټ پر اساس، دغې ښځې موندلې ګولۍ هوايي ډګر ته تر انتقال دمخه، د خپل هوټل په کوټه کې مينځلې وه تر څو يې د ليږد پر وخت کالي او نور شيان کثيف کړي نه وي. خو هغې له دې بابته چې کومه چاودنه به رامنځ ته شي انديښمنه نه وه کړې.