1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي لاسونه او پښې بیدیږي؟

۱۳۹۶ آبان ۲۳, سه‌شنبه

هر څوک چې ډیره موده ځای پر ځای کښېني او فزیکي حرکت و نه کړي نو لاسونه یا پښې يې بیديږي. دا ولي او آیا انسان ته کوم خطر پیښوي؟

https://p.dw.com/p/2nXl1
Symbolbild Doping für den Job
انځور: Robert Kneschke/Fotolia

په عمومي توګه که چیري یو څوک اوږده موده پر یوه ټاکلي ځای او په یوه ټاکلي حالت کې بې له فزیکي حرکتونو ډیر کښیني، نو د سړي د بدن یوه برخه یعنې لاسونه او یا پښې يې ستني وهي او یا د بیده والي احساس پیدا کوي.

ساینسپوهان او د روغتیا چارواکي وايي چې تر ډیره پوري دغه څه کوم زیان نه لري او ډیر ژر هغه وخت چې یو څوک په حرکت پیل وکړي، دغه حالت ورکیږي. دغه څه ممکن ستاسې په پښو او بازو ګانو کې هم احساس شي.

روغتیايي کارپوهان وايي چې د دې کار علت د یو ډول عصبي عضلو ستړي کیدل دي. دوی وايي چې دا ځکه چې ځانګړي اعصاب بند یا ستړي شي او یا هم په کافي اندازه دوی ته اکسیجن نه رسیږي.

د انسان په بدن کې معلومات د بدن له هري برخې څخه مغزو ته رسیږي او ورته وايي چې د ځانګړي ډول د آرامتیا له پاره څه ډول حرکتونه وکړي.

که چیري لاسونه او پښې ډیر ځله بیدیږي او بیرته عادي حالت ته ګرځیدل يې هم ډیر وخت ونیسي، نو په دې صورت کې لازمه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي او د ستونزې د حل په لټه کې شئ. ځکه ممکن د داسې کس په عضلو او یا عصبي ریشته کې کومه ستونزه موجوده وي.

زموږ له ارشيف څخه: