ولي د ايران د بهرنيو چارو وزير استعفا وکړه؟
۱۳۹۷ اسفند ۷, سهشنبهد ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د انستاگرام په خپله پاڼه کې ليکلي: «زه په دې تیرو کلونو کې د بهرنيو چارو د وزير په توگه د خپلو ټولو نیمگړتياو له کبله بخښنه غواړم.»
جواد ظريف په عين حال کې له ولس او له «درنو مشرانو» څخه د هغوی د ملاتړ له کبله مننه وکړه. ظريف له ۲۰۱۳م کال راهيسې د ایران د بهرنیو چارو وزير وو. هغه د نړيوال اتومي تړون چې په ۲۰۱۵م کال کې وشو، په رامنځته کولو کې ډېر مهم نقش لاره. د دغه تړون موخه دا وه چې ايران د اتومي وسلو جوړول بند کړي.
سخت دريځو د ظريف مخالفت کاوه
همدا د فيبرورۍ مياشتې په نيمايي کې جواد ظريف د آلمان د مونشن ښار په امنيتي کنفرانس کې گډون وکړ او هلته یې پر اروپايانو ټینگار وکړ چې د اتومي تړون پر سر لانجه کې دې د امريکا متحده ايالاتو پر وړاندې کلک دريځ غوره کړي.
د ۲۰۱۸م کال په می مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو له خوا د دې تړون په يو اړخیزه توگه لغو کولو راهيسې جواد ظریف تل د تهران د محافظه پالو تر فشارلاندي وو. هغه په څو ځلې د استجواب په موخه پارلمان ور غوښتی وو.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پنځوو ويټو قدرتونو او همدا راز آلمان د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې تر څو کلونو خبرو اترو وورسته له ایران سره اتومي تړون لاسليک کړ. خو د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دا تړون لغو اعلان کړ او د دې زمينه یې برابره کړه چې پر ايران يو وار بيا اقتصادي بندیزونه ولگول شي.
روحاني د ظريف استعفا رد کړې ده
د ايران د ولسمشرۍ دفتر په دې منځ د بهرنيو چارو د وزير د استعفا خبر تائيد کړی دی، خو په عين حال کې يې ويلي دي چې ولسمشر روحاني به د جواد ظريف استعفا ونه مني. د ولسمشرۍ دفتر له خوا زیاته شوې ده چې ظريف تر اوسه خپله دنده په ښه شان سره ترسره کړې او په راتلونکي کې به یې هم همدا شان پر مخ يوسي.
خو وروستۍ پريکړه به د ايران د اسلامي جمهوريت روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي کوي.
ظريف چې په ۱۹۶۰م کال کې په تهران کې زيږيدلی، زده کړې یې په امريکا کې کړي دي. هغه له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۷م کاله پورې په واشنگتن کې د ايران سفير وو. د دېپلومات او بهرنيو چارو وزارت مرستيال په توگه نوموړي د ايران د يو شمير ولسمشرانو په دوره کې کار کړی دی.