ولي اسرائیل سپوږمۍ ته پر ختلو ناکامه سو؟
۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبهسپوږمۍ ته د «بیرېشیت» په نامه اسرائیلي فضايي بیړۍ ختل له ناکامۍ سره مخامخ سوه.
ددغي پروژې آمر، موریس کان په تل آبیب کي د فضانوردۍ له مرکز څخه په ژوندۍ بڼه یوه خپریدونکې ویدیو کي خبر ورکړ، چي د دغي فضايي نقلیه وسیلې په ماشین کي سپوږمۍ ته تر کښته کیدو لږ دمخه یو تخنیکي مشکل رامنځته او فضايي بیړۍ یې ټکر ټکر سوه.
هغه اضافه کړه، چي «موږ سپوږمۍ ته پر ختلو باندي بریالي نه سولو، خو موږ په هر صورت خپل کوښښ وکړ».
د اسرائیلو د فضايي مرکز (IAI) یوه کارکونکي د فضايي بیړۍ تر سقوط وروسته وویل: «موږ په سپوږمۍ کي یوو، خو نه هغه ډول لکه څنگه چي موږ غوښتل.»
که سپوږمۍ ته د اسرائیلو فضايي بیړۍ ختلې وای، نو به دغه هیواد د نړئ څلورم هیواد وای، چي پردې کار باندي کامیابه سوی وای.
لمړی پخوانی شوروي اتحاد وتوانېد چي په ۱۹۶۶، بیا امريکا متحده ايالات په همدې ۱۹۶۶م کال او بیا چین په ۲۰۱۳م کال کي سپوږمۍ ته ختلي ول.
Q.N/N.Z (dpa,afp,ap)
زموږ له آرشیف څخه: