1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني عمران خان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني، د یکشنبې په ورځ د کریکټ پخواني ستوري عمران خان ته د پاکستان د ټاکنو د ګټلو له کبله مبارکي ویلي او هغه یې کابل ته په یوه رسمي سفر وربللی دی.

https://p.dw.com/p/32GNA
Afghanistan Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

ولسمشر غني لومړی دولتي مشر دی چې عمران خان ته په ټاکنو کې د بریا له کبله مبارکي وايي. دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۲۵مه نیټه باندې ترسره شوې د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو د شتون ادعاوې شوې دي.

ولسمشر غني د تویتر له لارې په یوه خپور شوي پیغام کې ویل دي: «ما ښاغلي خان ته پرانستې بلنه وکړه او هغه هم ژر کابل ته د راتلو هیله څرګنده کړه.»

د افغان ولسمشر په تویت کې راغلي دي: «موږ دواړو موافقه وکړه چې تیر هیر کړو او د دواړو هیوادونو له پاره د یوې سوکالي سیاسي او ټولنیز راتلونکې بنسټ کیږدو.»

د عمران خان تحریک انصاف ګوند د پاکستان په ټاکنو کې ۱۱۶ څوکۍ ګټلي دي او اوس د ائتلاف د جوړولو په هڅه کې دی. تر ټاکنو وروسته عمران خان په خپله وینا کې د افغانستان په ګډون د پاکستان د بهرني سیاست په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل: «هغوی [افغانان] د ترهګرۍ پر ضد جګړې او تر هغه مخکې د جهاد له کبله ډیر کړیدلي دي. په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په معنی ده.»

افغانستان او امریکا متحده ایالات پر پاکستان باندې د طالبانو او حقاني شبکې د ملاتړ تورونه لګوي او وایي چې اسلام آباد په افغانستان کې له یاغي ډلو څخه د خپلو سیاسي اهدافو له پاره کار اخلي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وايي چې په خپله د ترهګرې پر ضد جګړې قرباني دی.