ولسمشر غني او خلیلزاد د اوربند پر تمدید خبرې کړي
۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبهله هغه وروسته چې د اختر په دریو ورځو کې وسله والو طالبانو د اوربند اعلان وکړ او د افغانستان حکومت هم د دغه اوربند د عملي کیدو خبر ورکړ، د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
خلیلزاد په خپل تازه سفر کې په کابل کې له ولسمشر غني، د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمیر نورو حکومتي مشرانو سره د اوربند د تمدید پر هڅو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کیدو پر موضوعاتو خبرې کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې د افغانستان د حکومت پر مشرانو سربیره پخواني ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود. په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د زندانیانو د آزادیدو پر پروسې، د اوربند د تمدید او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو په هکله خبرې او بحثونه شوي دي.
په ورته وخت کې، خلیلزاد له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم په جلا ډول کتلي دي. سپیدار ماڼۍ د یادې لیدنې په هکله ویلي دي چې په دې کتنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله او خلیلزاد په ګډه د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی او سربیره پر دې یې د زندانیانو د آزادیدو، د زور زیاتي پر کمښت او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله خبرې کړي دي.
بل لوري ته طالبانو هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله شین خو مشروط څراغ ورکړی دی. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي دي چې ټاکل شوې تر لوی اختر وړاندې د امریکا او طالبانو د توافق پر اساس به طالبان د حکومت د ۱۰۰۰ تنه زندانیانو د آزادولو پروسه بشپړه کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، د یوه ټویټري پیغام له لارې ویلي چې طالبان به تر اختره پورې د حکومت د ۱۰۰۰ تنه زندانیانو د آزادولو پروسه بشپړه کړي. شاهین زیاته کړې چې مقابل لوری هم باید د توافقنامې له مخې او د سپارل شوي لست له مخې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو پروسه بشپړه کړې.
طالبانو ټینګار کړی دی چې د زندانیانو د تبادلې د پروسې په بشپړیدو سره تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره زمینه برابره شي. د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي توافق له مخې، د نورو مواردو ترڅنګ افغان حکومت او طالبان اړ دي چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د ۶۰۰۰ زندانیانو د تبادلې پروسه بشپړه کړي. د توافق له مخې، افغان حکومت اړ دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان بیا د حکومت ۱۰۰۰ تنه زندانیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه پورې شاوخوا ۴۵۰۰ طالب زندانیانو له خپلو زندانونو آزاد کړي دي او د پاتې طالب زندانیانو د آزادیدو پر سر د حکومت په داخل کې ممانعتونه موجود دي. افغان حکومت وايي چې په دې ډله زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې ستر جرمونه لري.