1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

وسلوالو په پښتونخوا کې د پولیو پر ضد کمپاین ساتونکی وژلی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې وسلوالو کسانو د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه کې یو پولیس وژلی دی چې د پولیو پر ضد واکسین کمپاین ساتنه یې کوله.

https://p.dw.com/p/4fMKv
د پاکستان امنیتي ځواکونه
د پاکستان امنیتي ځواکونهانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

سږ کال یوازې په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه لس پولیس په داسې حال کې وژل شوي دي چې د واکیسن د کمپاین د کارکوونکو ساتنه یې کوله.

په دې وروستي مورد کې وسلوالو کسانو په باجوړ سیمه کې د واکسین پر تیم باندې ډزې کړي دي چې له کبله یې یو پولیس سملاسي وژل شوی دی. دغه معلومات د پاکستان د پولیسو یوه غړي دلاور خان، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ورکړي دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلي. خو په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاینونه تل د وسلوالو له خوا تر برید لاندې نیول کیږي. وسلوال د واکسین د کمپاین پر کارکوونکو او پر هغو پولیسو باندې بریدونه کوي چې د ساتنې دنده یې پر غاړه لري. برید کوونکي دا ناسمه ادعا کوي چې ګواکی واکسین د غربیان یوه توطيه ده.

د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په پنځو سیمو کې د پولیو پر ضد یو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو. په دې ترڅ کې به تر ۲۱ زرو ډیر د واکسین تیممونه څه نا څه ۴،۵ میلیونه ماشومانو ته چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د پولیو پر ضد واکیسن وکړي. د دې بهیر ساتنه تر ۳۲ زرو ډیر پولیس کوي.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو په کې هیڅ کله له منځه نه ده تللې. دغه ناروغي ډیر وخت په تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو کې رامنځ ته کیږي او ډیر وخت د ناپاکو اوبو له طریقه خپریږي.

آژانسونه/م.س