وزیرستان: بې پیلوټه الوتکو ۴۸ تنه وژلي
۱۳۹۰ تیر ۲۱, سهشنبهیو استخباراتی چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي چی لمړۍ برید د دوشنبي په ماښام د شمالی وزیرستان د دته خیل په سیمه کی تر سره شوي، کله چی بی پیلوټه الوتکی پر یو موټر دوه توغندي و توغول. چی په پایله کی یی پنځه تنه ووژل شو.
بیا لږ څه وروسته په همدغه سیمه کی بي پیلوټه الوتکو په یوه کور باندي اته توغندي وتوغول چي د دغه برید په ترڅ کي دغه وداني بیخي له منځه تللي او ځایی خلکو د نړیدلي کور د لاندي څخه د ۲۰ تنو جسدونه را ویستلي او نور ۱۰ تنه زخمیان دي. دغه چارواکي زیاته کړي چی د ټپیانو وضعه د اندیښني وړ ده.
یوبل استخباراتي چارواکي هم د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي چی نن «سی شنبه» په سهار وختي په جنوبي وزیرستان کی د بی پیلوټه الوتکو له لوري پر یو موټر برید شوی چی په پایله کی یی اته تنه وژل شوي دي.
د لمړني معلوماتو پر اساس په شمالي وزیرستان کی د داري نشتار په سیمه کی د بي پیلوټه الوتکو په یوه بل برید کی چی یو موټر او کور په نښه کړاي شوی ۱۵ تنه وژل شوی. پدغه برید کی شاوخوا لس بی پیلوټه الوتکو برخه درلوده.
چاوراکو ویلي چی بی پیلوټه الوتکي په سیمه کی اوس هم الوتنی کوي او ټول خلک په ویره کی دي. د وژل شوو کسانو هویت لا تر اوسه نه دی څرګند.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل