1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: زیهوفر له جهاديانو څخه د آلمان تابيعت اخلي

۱۳۹۷ فروردین ۲۰, دوشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت غواړي له جهاديانو څخه د آلمان تابيعت واخلي او هم په پام کې لري چې ځيني هيوادونه لکه مراکش،تونیس،الجزاير،ارمنستان او ګرجستان امن هيوادنه اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/2vi9P
Deutschland Dschihadisten Archiv 2012
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کورنيو چارو وزارت غواړي هغه جهاديان چې د آلمان تابيعت لري او هم د اصلي هیواد نو يعي دوه تابيعته دی، له دوي څخه د آلمان تابيعت واخلي. له مسيحي سوسيال ګوند ( CSU) څخه شتيفن مايرد ورځپاڼو رسنيزې ډلې فونکه ته د دوشنبې په ورځ ويلي« دا يو بیړنې هدف وو.» ماير تمه لري او وايې چې «په هر حالت کې د حکومت په لومړي کال کې به يې د قانون جوړښت،يا مسوده  وړاندي شيٍ.»

په آلمان کې د مهاجرو د لوړ شمير له کبله د کورنیو چارو وزير هورست زيهوفر، هغه هيوادونه لکه مراکش، تونس، الجزاير، ګرجستان او ارمنستان به امن هيوادونه اعلان کړي چې له دغو هيوادونو څخه د راغلو کسانو د پناه پر غوښتنه ژر کار وکړاي شي.

لکه هسې چې دغې رسنيزي ډلې ته د پناه غوښتونکو او مهاجرو فدرال دفتر خبر ورکړی، په تيرکال کې له ګرجستان څخه ۳۴۶۲ کسانو له ارمنستان څخه ۳۸۵۷ په آلمان کې د پناه اخيستنې غوښتنه کړي. د روان ميلادي کال په جنوري مياشت کې له ګرجستان څخه  ۷۴۵ کسانو د پناه اخيستنې له پاره غوښتنليکونه وړاندې کړې چې د دوي نومونه راجستر شوي. د روان ميلادی کال په فبروري مياشت کې يې شمير ۵۹۶ ته رسیده چې د تیر کال له همدې میاشت څخه يې شمير زيات وو.

د کورنیو چارو معین ماير په دغه شمیر کې زياتوالي له دې کبله ګڼي چې، له ۲۰۱۷م کال راهيسې دوي ته ويزي ازادي شوي.

دی وايې: «زه په دې عقيده يم چې ګرجستان د یو امن هيواد په توګه اعلان شي، په خاصه توګه چې د ګرجستان حکومت يې هم ملاتړ کوي.»

تير کال د آلمان زرغون ګوند د ايالاتونو په شورا کي د امن هيوادونو د اعلانولو مخه ونيوله، خو اوس ماير تمه لري چې زرغون ګوند به د دې موضوع پر وړاندي خنډ نه شی. د هغه په اند چې د آمن هيوادونو په هکله ددغه ګوندونو خبري نه دي ناکامي شوي.