1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: آلمان په افغانستان کې د عسکرو پر زياتولو غور کوي

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د «تاگس شپيگل» ورځپاڼې د دفاع وزارت د یوه محرم سند په حواله رپوټ ورکړی چې د آلمان حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمير پر زياتولو غور کوي.

https://p.dw.com/p/3ErFt
NATO - ISAF-Truppe in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د فرانسې خبري آژانس په حواله د «تاگس شپيگل» ورځپاڼې (د چهار شنبې ورځې گڼې) په دې رپوټ کې ويل شوي چې د چټک غبرگون ځواک او همداراز د امنيتي ځواکونو له خوا لا دمخه دې ته په کتو سره چې ولسمشر دونالد ترمپ غواړي په افغانستان کې له ميشتو کابو ۱۴۰۰۰ ځواکونو څخه یې نيمايي را وباسي، احتېاطي تدابير نيول کيږي.

په سند کې ويل شوي چې دلته د هغو وړتياو او خدماتو د تشې ډکولو موضوع مطرح ده چې تر اوسه د څو ملتي شريکانو ماموريت وړاندې کول. زياته شوې ده چې په دې موخه به ځواکونه په آلمان کې چمتو ولاړ وي.

په دغه سند کې ويل شوي چې په څرگند ډول د ځمکني ځواک، هوايي امنيت او روغتيايي خدماتو يادونه شوې ده. ورځپاڼې د سند په نقل ليکلي: «په دغسي يوه حالت کي به د ماموريت حد لوړولو هره برخه جلا جلا و ارزول شي.»  د عسکرو دقيق شمير نه دی ياد شوی.

د آلمان په پارلمان کې د آزاد ديموکراتانو گوند د جناح د دفاعي سياست وياندې ماري - زيمرمن اگنس - شتراک تاگس شپيگل ورځپاڼې ته وويل چې هغه د آلمان په پوځ کې د پرسونل او وسايلو اوسني کمښت ته په کتو سره دا ډول پلانونه بې معنا گڼي.

هغې وويل: «په دې سادگۍ سره د عسکرو د زياتولو خبره د منلو نه ده.» هغې زياته کړه چې دا به د پخوا په پرتله بيخي بل ډول ماموريت وي.

په افغانستان کې دمگړۍ د ناتو د «پرېکړنده ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې آلمان کابو۱۲۰۰ عسکر لري. د آلمان کابينې د فيبرورۍ میاشتې په نيماي کې د پوځ د ماموريت موده وغځوله. افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې او مشورو ورکړه د دې ماموريت اصلي موخه ده.

د آلمان حکومت د خپل پوځ د ماموريت موده په داسې حال کې وغځوله چې په افغانستان کې داسې اندېښنې شته چې کيدای شي امريکا متحده ايالات له طالبانو سره د سولې يوه تړون ته تر رسيدو دمخه خپل عسکر له دغه هيواد څخه وباسي.

ولسمشر دونالد ترمپ ويلي ول چې غواړي په افغانستان کې له ميشتو ټولو کابو ۱۴۰۰۰ امريکايي عسکرو څخه نيمايي يې وباسي. خو تر اوسه په دې اړه کوم دقيق مهال ويش ټاکل شوی نه دی. تر امريکا وروسته آلمان هغه هيواد دی چې په افغانستان کې زيات عسکر لري.