هېر سوي مهاجر ـ افغانان په ايران کي
۳ مليونو افغانانو ايران ته هجرت کړی چي پکښي صرف دريمه برخه يې په قانوني توګه هلته استوګنه لري. زيات شمېر دغه افغانان و اروپا ته د تلو هيله لري.
په نوي ټاټوبي کي بې کوره؟
ګڼ شمېر افغانان د څو نسلونو راهيسي په ايران کي ژوند کوي. لکه د کرمان ولايت د بردسير د مهاجر کمپ دغه اوسېدونکي. خو په ايران کي د زيات وخت ژوند کولو باوجوده هغوی ته د ايران د تابيعت اسناد نه ورکول کيږي.
د هجرت مسير کرمان
له افغانستان څخه هجرت کوونکي د ايران د کرمان سيمي پر غرونو له تېرېدو څخه بله چاره نه لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۶ مېلادي کال و اروپا ته د راغلو افغان پناه غوښتونکو ۸۰ سلنه يې د ايران پر دغو غرونو سفر کړی دی.
نامعلوم راتلونکی
په ايران کي د افغان مهاجرو دغه ماشوم د مهاجر کمپونو د اکثرو نورو ماشومانو په څېر په ښه توګه ساتل کيږي. خو د هغه مور او پلار په دې آند دي چي که هغوی اروپا ته ولاړ سي نو ماشوم به يې بهتره سباوون ولري. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۶ کال و اروپا ته د راغلو افغانانو ۱۶ سلنه هغه افغانان ول، چي تر مخه په ايران کي مقيم ول.
د اروپايي اتحاديې مرسته
په دغه انځور کي د بشري بحرانونو سره د مبارزې او د مرستو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار کريستوس ستيليانديس (په منځ کي د شين پتلون لرونکی) په ايران کي د يوې مهاجرې افغانې کورنۍ سره د ملاقات پر وخت ليدل کيږي. اروپايي اتحاديه کوښښ کوي چي په خپلو مرستو سره په ايران کي اوسېدونکي افغان مهاجر دې ته وهڅوي چي و خپل هيواد ته نژدې پاته سي.
درې نسلونه، يو برخليک
کونډه مدينه غلامي ۹ کلنه وه چي د افغانستان له مزار شريف څخه ايران ته د خپلي کورنۍ سره مهاجره سوه. د هغې لور مرزيې شهابي د کرمان په بردسير کمپ کي واد کړی دی او يو زوی لري. په دې توګه دغه ماشوم دريم افغان نسل دی چي په ايران کي د مهاجرت ژوند کوي.
بېله افغان کارګره ساختماني کار نه تر سره کيږي
د افغان مهاجرو اکثريت په ايران کي د ارزانه او فيزيکي کارونه او مزدورۍ کوي. د هغوی اکثريت په ساختماني کارونو کي د مزدورانو کار کوي. په ايران کي د افغان مهاجرو صرف يو پر دريمه برخه قانوني اسناد لري. نور ټول مجبور دي چي تور کار وکړي.
ګډه زدکړې
د يو کال راهيسي په ايران کي د افغانستان ټول ماشومان کولای سي چي ښوونځي ته ولاړ سي. دا بېله توپيره که يې کورنۍ د مهاجرو په توګه ثبت سوې وي او که نه. د اروپايي اتحاديې کميسار کريستوس ستيليانديس دغه اقدام ډېر ستايلی دی. نوموړي و ايران ته د خپل سفر پر وخت د دا ډول پروژو سره د اروپايي اتحاديې مرستې دوه چنده زياتي کړې.
يونيفورم د ټولو له پاره
د افغان مهاجرو ماشومانو د ايرانيانو د ماشومانو سره يو ځای ښوونځي ته ځي. لکه په دغه انځور کي چي په کرمان کي د امام حسن مجتبی د ښوونځي ماشومانو تر سترګو کيږي. و ښوونځي ته د افغان ماشومانو تګ په ايران کي د افغان مهاجرو لپاره د راتلونکي په تړاو د هيلو د رامنځ ته کېدو څخه تعبيريږي.
له اروپا څخه مرستي
د ټولو افغان ماشومانو له پاره و ښوونځي ته تګ ډېر قيمت دی. همدا وجه ده چي د مجتبی او تبا محمد په څېر دغو ماشومانو د ښوونځي مصارف اروپايي اتحاديه په غاړه اخلي. ولي چي د هغوی مور او پلار د دغو مصارفو د پوره کولو بل امکان نه لري.
ادغام د ورزش له لاري
د اروپايي اتحاديې کميسار کريستوس ستيليانديس د افغان پناه غوښتونکو سره واليبال کوي. دغه کميسار وايي چي که افغانان و خپل هيواد ته نژدې پاته سي نو ورسره بهتره مرسته کېدلای سي.
مذهبي ورونه
په ايران کي ژوند کوونکي اکثره افغان مهاجر شعيه مذهبه دي. همدا وجه ده چي زيات ايرانيان د خپلو مذهبي ورونو سره مرسته کول طبعي کار بولي. خو د هغه باوجوده و ايران ته د مهاجرو په راتګ کي زياتوالي زيات ايرانيان په غوسه کړي دي.
د افغانانو له پاره مهم ادرس
د ايران د کرمان ولايت د خارجيانو د چارو اداره د زيات وخت راهيسي د افغان مهاجرو سره کار کوي. دغه اداره هيله لري چي د خپلو هلو ځلو له پاره له اروپايي اتحاديې څخه کورودانی واوري.
ايران له اروپايي اتحاديې کومک غواړي
دمګړی په ايران کي د مهاجرو سره د مرستو د مصارفو ۶ سلنه له بهرني سازمانونو له خوا په غاړه اخيستل کيږي. د ايران د کورنيو چارو وزير عبدل رضا رحماني فضلي (په انځور کي د ايران د بيرغ سره ناست) وايي چي که اروپايي اتحاديه د ايران له لاري و اروپا ته د مهاجرو د تګ مخنيوی غواړي، نو بايد چي د ايران سره زياتي مرستي وکړي.
سلامونه له اروپا څخه
ټول هغه کسان چي دلته په انتظار دي، هغوی داسي خپلوان لري چي اوس اروپا ته رسېدلي دي. د ايران په پلازمېنه تهران کي د مهاجر کمپ دغه اوسېدونکي د خپلوانو نومونه د کمپ د اوسېدونکو له ليسټ څخه په رسمي توګه په دغه دفتر کي ليري کوي. د دوی اکثريت په خپله هم د دې خوب ويني چي يو وخت اروپا ته ورسيږي.
د سوريايانو وروسته افغانان و اروپا ته راتلونکې د مهاجرو دويمه لويه ډله جوړوي. د هغوی له پاره اروپا ته د راتګ مهمه لاره پر ايران تيريږي. دا په داسي حال کي چي په ايران کي د ۳ او ۴ مليونو تر منځ افغانان ژوند کوي. د ايران سره د لوېديځ د اړيکو د بهتره کېدلو وروسته اوس اروپايي اتحاديه د دې له پاره هلي ځلي کوي چي په ايران کي دننه د دغو مهاجرو د ژوند شرايط بهتره سي تر څو هغوی د اروپا د تلو اراده ونه کړي.