1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

هندیان ولې پر راشد خان غوسه دي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

راشد خان د کریکټ په نړۍ کې د شهرت اوج ته رسیدلی او له سچن ټنډولکر نه نیولې تر عادي افغانانو یې ستاینه کوي. د هندوستان کابو ټول نفوس اوس افغانستان د راشد خان له نامه پیژنې، نو چې داسي ده هندیان ولي پرې په غوسه دي؟

https://p.dw.com/p/2zFrL
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

له بنګله دیش سره تر لوبې وروسته راشد خان او د هندوستان د کریکټ وتلې څیرې او مبصر هارشا بوګلې پر ټویټر یو له بل سره پیغامونه تبادله کړل او د هندوانو د خفګان کیسه له همدې ځایه پیل شوه.

راشد خان چې د خپلو وړتیاوو او استعداد له امله یې نوم د کریکټ د هره علاقمند پر ژبه دی، له بنګله دیش سره يې په شل اوریزه سریز کې هم خپله وړتیا وښوده او د راشد د ښې توپ اچونې له امله افغانستان د بنګله دیش ملي لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د سریز ټولې درې لوبې یې په خپل نامه ثبت کړې. په دې لوبو کې د راشد خان ونډه له پامه نه شي غورځول کیدلی.

له بنګله دیش سره په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې په وروستي اور کې بنګله دیش ۹ منډو ته اړتیا درلوده او کپتان اصغر ستانکزي هم توپ راشد خان ته ورکړ. راشد خان په ښه توګه وکولی شول لوبه وروستي توپ ته ورسوي چې د شفیق الله شفق ښه فیلډینګ لوبه د افغانستان په نامه کړه.

تر همدې لوبې وروسته د نړۍ له هر ګوټ څخه د کریکټ مینه والو او مبصرینو یو ځل بیا د راشد په ستاینه پیل وکړ. له دې جملې څخه یو هم د هندوستان د کریکټ تکړه مبصر هارشا بوګلې وو، چې د راشد ستاینه یې د یوه ټویټري پیغام له لارې وکړه.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو: «په عین وخت کې راشد خان په وروستي اور کې د افغانستان په ګټه د ۹ منډو دفاع وکړه تر څو له بنګله دیش څخه ټولې لوبې وګټي. د افغانستان له پاره ډیره ښه پایله او دا د راشد خان د ښه پرمختګ یو بل ثبوت دی.»

تر دې ټویټري پیغام وروسته، راشد خان د نوموړي ټویټ په ځواب کې یوازې دوې کلمي ځواب لیکلی وو: «مننه ورور.» کیسه د همدې ورور د کلمې تر استفادې وروسته پیل شوه.

که څه هم په افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د خلکو ترمنځ د ورور کلمه کارول عادي دي او راشد خان هم د «برو» یا ورور کلمه زیاتره وخت ټولو نړیوالو لوبغاړو ته کاروي، خو د هندوانو په باور ښاغلو او يا داسي تکړه مبصر او د کریکټ په برخه کې فعال هارشا بوګلا ته د ورور کلمه مناسبه نه ده.

د ډيرو هندواڼو تر انتقادونو وروسته، بوګلې بیا د ستونزي د کمښت په موخه د راشد په ځواب کې لیکلي وو: «راشد خانه، د «برو» یا ورور له کلمې سره مشکل نه لرم! بیا یې هم کارولی شې! په بنګلور کې دې لیدو ته سترګې په لار یم.»

تر دې وروسته راشد خان هم هڅه کړې چې د خپلو هندي مینوالو زړه بیرته ترلاسه کړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. راشد خان د بوګلي د ټویټ په ځواب کې لیکلي وو: «مننه ښاغلیه!» راشد خان دا ځل نوموړي ته د «ښاغلي» کلمه کارولې او ترې مننه یې کړې.

زموږ له آرشیف څخه: