1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندیان له بیزوګانو په عذاب دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

شوخو بيزوګانو د هندوستان د خلکو له پاره ژوند سخت کړی. دغه بیزوګانې په ځانګړې توګه د ډهلي ښار پر سړکونو، کورونو او آن د سترې محکمې په ودانۍ کې اوسیږي.

https://p.dw.com/p/33BDJ
Indien - Affenplage auf den Straßen Neu Delhis
انځور: picture-alliance/dpa/N. v. Wysiecki

په دې ورځو کې په هندوستان، په ځانګړې توګه پلازمينه ډهلي ښار کې د ډيرو بيزوګانو د شتون موضوع خلکو ته په يو لوی سرخوږي اوښتې ده. هر لور ته چې ګورې بيزوګانې وینې: په کورنو، روغتونونو، آن د دغه هیواد د سترې محکمې په صالونونو کې.

په عامه ځايونو کې د بيزوګانو د شتون ستونزه په دغه ښار کې دومره جدي شوې چې آن د سترې محکمې د قاضيانو شکايتونه يې پورته کړي دي. قاضيان په دې برخه کې پر اړوندو ادارو باندې نیوکه کړې چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي. هغوی ویلي دي: «ترڅو چې تاسو له ښاره د بيزوګانو د ټولولو طرحه جوړوي، هغوی به د ښار کنترول په خپل لاس کې نیولی وي.»

Indien - Affenplage auf den Straßen Neu Delhis
په هندوستان کې له دیني اړخه بیزوګانې مهمې ګڼل کیږي.انځور: picture-alliance/dpa/N. v. Wysiecki

د هندوستان په سترې محکمې کې يوه امنيتي مسئول د آلمان خبري آژانس ته وويل، له څه مودي چې په دغه ځای کې څو بيزوګانو ځانته کور جوړ کړی، نور يې پر زينه د پورته ختلو جرات له لاسه ورکړی دی. دغه امنيتي مامور وويل چې دغو بيزوګانو په قاضيانو کې هم ويره او وحشت خپور کړی. هغه زياته کړه چې بيزوګانو په ستره محکمه کې غوبل جوړ کړی دی.

Indien - Affenplage auf den Straßen Neu Delhis
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kumar

د ډهلي په ښار کې خلک له رزوس ډوله بیزوګانو په عذاب کې دي. له همدې کبله هغوی لانګو ډوله بیزوګاني ښار ته راوړي چې رزوس بیزوګانې وویریږي او سیمه پریږدي. خو د هندوستان د قوانينو له مخې د لانګور بيزوګانو نيول د قانون خلاف کار دی. په همدې دليل يو شمير خلک دې ته اړ شوي دي چې د لانګو بيزوګانو غږونه زده کړي او د دې غږ له راایستل سره رزوس بیزوګانې وویروي.