1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هندي پیلوټ د الوتکې د لویدو له کبله ووژل شو

۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

چارواکو ویلي دي چې د هندوستان د هوايي ځواک یو پیلوټ د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته ووژل شو چې جټ الوتکه یې له پاکستان سره پولې ته نژدې راولویده.

https://p.dw.com/p/2yx5s
Indien Flugzeugabsturz bei Jamnagar
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters

د هندوستان د هوایي ځواک چارواکو ویلي دي چې د وژل شوي پیلوټ سنجې چوهان، الوتکه د یوه تمریناتي پرواز پر مهال د ګوجرات ایالت په کوچ دښتې کې لویدلې ده.

د هندوستان د هوایي ځواکونو یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «پیلوټ د الوتکې د لویدو په پایله کې وژل شوی دی. موږ او د پیښې د څیړنې امر کړی دی.» لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغې جټ الوتکې ولې سقوط کړی دی.

د هندوستان له ۳۰ څخه ډیرو جنګي الوتکو له ۲۰۱۲ کال راهیسې سقوط کړی دی. د ډیرو پیښو لامل زړې الوتکې بلل کیږي. په تیرو درو لسیزو کې د هندوستان له ۱۷۰ څخه ډیرو پیلوټانو د الوتکو د لویدو په پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ډیری لویدلې الوتکې روسي MiG دي چې ورته دې «الوتونکو کفنونو» نوم ورکړل شوی دی.

په تیرې مې میاشت کې هم دوه پیلوټان هغه وخت ووژل شول چې الوتکه یې له چین سره پولې ته نژدې ولویده.

هندوستان اوس د خپل هوایي ځواک پر عصري کولو باندې په میلیاردونه ډالر مصرفوي. دغه هیواد په وروستیو وختونو کې د پاکستان او چین نژدیوالي اندیښمن کړی دی.

نوي دهلي له فرانسې سره د ۳۶ ریزولوت رفیلې ډوله جنګي الوتکو د رانیولو تړون لاسلیک کړی دی چې ارزښت یې ۸،۸ میلیارده ډالرو ته رسیږي. تمه کیږي چې دغه الوتکې په ۲۰۱۹ کال کې هندوستان ته وسپارل شي.